د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د افغان حکومت اوربند او د طالبانو مرګوني بریدونه!


د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند تر لس ورځني تمدید وروسته پر افغان پوځیانو د طالبانو پر مرګونو بریدونو د یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو پام ځان ته جلب کړی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د افغان حکومت منتقدین استدلال کوي چې دغه اوربند طالبانو ته برلاسی ورکړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو وخت پیدا کړ چې د هوايي بریدونو په درېدو سره یو ځل بیا سره ټول شي، حملې پلان او په ښارونو کې ځای پیدا کړي.

ورځپاڼې د طالبانو پر سنګرونو باندې هوايي بریدونه د دې ډلې پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بللی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په بادغیس ولایت کې د طالبانو وروستۍ حملې ته اشاره کړې ده.

په دې برید کې چې د چهارشنبې په ورځ شوی لږ تر لږه ۳۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو تاوتریخوالی له دې مخکې پيل شوی و.

د کندز په دشت ارچي کې د دوشنبې په ورځ ناوخته هم طالبانو اته افغان سرتېري او دوه سیمه ییز پولیس وژلي وو.

وال سټریټ:

د وال سټریټ ورځپاڼې هم دې موضوع باندې مقاله لیکلې ده.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو دا ټکان ورکوونکي بریدونه له هغې څو ورځې وروسته وشول چې طالبانو او افغان پوځيانو په ګډه اختر ولمانځه.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو په داسې حال کې بریدونه کول چې افغان پوځیانو د ولسمشر اشرف غني د امر له مخې اوربند په پام کې نیولی و.

ولسمشر غني د اوربند د غځولو تر څنګ دا هم وویل چې پوځیان باید هر ډول دفاع ته چمتو وي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د ولسمشر غني له خوا د اوربند د مودې له غځولو وروسته په بادغیس کې د لسګونه افغان پوځیانو وژل د طالبانو تر ټولو لوی برید و.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم په پکتیا، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییزو قوماندانانو د اوربند د دوام نښې نښانې ښکاره کړې وې، خو طالبانو په رسمي توګه د یکشنبې په ورځ چې د اختر درېیمه وه، د اوربند د پای ته رسولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG