د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

کرویشیا تېره شپه د ارجنټاین فوټبال لوبډلې ته ماته ورکړه


په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کرویشیا تېره شپه ارجنټاین ته درې د صفر په ړاندې ماته ورکړه او له دې سره د شپاړسو غوره ټیمونو ډلې ته پرمختګ ورته اسانه شو.

د نړۍ د فوټبال ستوري لیونیل میسي، د خپل هېواد ارجنټاین لپاره چې له کوچني هېواد ایسلنډ سره مخکینۍ لوبه یې هم یو په یو مساوي کړې وه، هېڅ ونشو کړای.

ارجنټاین لاهم یو کوچنی چانس لري چې بلې دورې ته ووځي، خو په دې پورې اړه لري چې د نورو لوبو نتیجې به څنګه وي.

کرویشیا بلې دورې ته له پرمختګ مخکې باید خپله راتلونکې لوبه د جون په ۲۶ مه له ایسلنډ سره وکړي.

پرون همداراز په یوه بله لوبه کې فرانسې پیرو ته یو د صفر په وړاندې ماته ورکړه او د شپاړسو غوره ټیمونو ډلې ته یې پرمختګ وکړ، خو د دې لپاره چې د C ګروپ په سر کې راشي، باید بله لوبه چې د جون په ۲۶ مه به له ډنمارک سره وي، یا باید وګټي او یا یې لږترلږه مساوي کړي، خو پیرو که یوځل بیا ماته وخوري، بل دور ته له پرمختګه پاتې کېږي.

له دې دوو مخکې بله لوبه د ډنمارک او اسټرالیا ترمنځ وه چې صفر په صفر مساوي شوه.

د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن جمعه هم برازیل د کاستاریکا، صربیا د سویس او نایجریا له اسلنډ سره د لوبې ډګر ته وځي.

XS
SM
MD
LG