د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د نړیوالو ځواکونو له نوي ټاکل کېدونکي قوماندانه د ځینو وکیلانو غوښتنې!


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د نوماند له هغه څرګندونو وروسته چې په پاکستان کې د وسله‌والو د مرکزونو موجودیت په افغانستان کې د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، نوموړی باید د مأموریت له پیلېدو سره سم پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي خالد پشتون د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۱» ازادي راډیو ته وویل چې اسلام‌اباد له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او باید د بهرنیانو له لوري د پاکستان په خاوره کې ترورېستي مزکزونه په نښه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د عملیاتو د دوام تر څنګ باید لومړنی کار چې ویې کړي هغه پر پاکستان د سیاسي، پوځي او اقتصادي فشارونو زیاتول دي، تاسو ولیدل چې په وروستیو کې پر شمالي کوریا او ایران فشارونه عملي شول، ورته چلند باید له پاکستان سره هم وشي چې پاکستان سر ټیټ کړي او دغه مسئله جدي ونیسي."

خالد پشتون
خالد پشتون

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ جنرال سکاټ مېلر چې ټاکل شوې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومانده په غاړه واخلي ویلي چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت پر وړاندې لوی خنډ په پاکستان کې د مخالفو وسله‌والو د مرکزونو موجودیت دی.

ښاغلي مېلر همداراز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ژر وتلو د بدو پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

جنرال سکاټ مېلر چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ لپاره نوماند شوی امریکايي سناتورانو ته ویلي چې پاکستان باید نه‌یوازې له ډیپلوماتیکې لارې د ستونزو د حل یوه برخه وي، بلکې له پوځي لارې هم.

دغه څلور ستوریز امریکايي جنرال همداراز په افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو قومانداني هم کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ لوړپوړی افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ او د افغان سولې په اړه‌یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتېژۍ له اعلان څخه وروسته یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي و چې پاکستان باید د وسله‌والو له ملاتړه لاس واخلي.

د امریکا ولسمشر هم ویلي چې وسله‌وال په پاکستان کې پټن‌ځایونه لري او هغه هېواد باید د حقاني شبکې پر وړاندې اقدامات وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې طالبان په پاکستان کې پټن‌ځایونو ته ضرورت نه‌لري ځکه په خبره‌یې دغه ډله په افغانستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې سکاټ مېلر باید د پاکستان پر وړاندې د ډونالد ټرمپ ستراتېژي عملي کړي.

شیر محمد کریمي
شیر محمد کریمي

د افغانستان د ملي اردو پخواني لوی درستیز شیر محمد کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ هیله دا ده چې نوې ستراتېژۍ تعقیب کړي او پاکستان تر فشار لاندې راولي څو هغوی د سولې په خبرو کې مرستې ته قانع کړي."

د ښاغلي کریمي په خبره که څه هم پاکستان ژمنه کړې چې پر طالبانو به فشار راوړي، خو دغه هېواد په پټه د طالبانو سربېره د دولت ضد له نورو وسله‌والو مخالفو ډلو څخه هم ملاتړ کوي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG