د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

امریکا: اوربند وښوده چې افغانان کولای شي په خپلو کې سوله وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د حکومت او وسله‎والو طالبانو له لوري د اختر په مناسبت اعلان شوي اوربند وښوده چې افغانان کولای شي په خپلو کې سوله وکړي او متحده ایالات هم دې ته تیار دی چې د دغه بهیر کلک ملاتړ وکړي.

دغه څرګندونې د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په واشنګټن کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په یوه استماعیه غونډه کې وکړې.

مېرمن ولز وویل، متحده ایالاتو دا واضح کړې چې د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ په خبرو کې د خپل حضور په ګډون هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

الېس ولز
الېس ولز

نوموړې وايي:

​"د امریکا متحده ایالاتو دا واضح کړې چې دې ته تیار دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته اسانتیاوې برابرې، د هغه ملاتړ وکړي او هم په خپله په‎کې برخه واخلي. موږ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوې هر اړخیزې روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د ټولو ښکېلو خواوو د هڅو ملاتړ کوو، تر څو دا یقین حاصل شي چې له دې هېواده بیا ترهګرې ‌ډلې د یوې ځالې په توګه کار وانه‎خلي.​"

مېرمن ولز وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د تېر کال د اګسټ میاشتې اعلان شوې ستراتېژي هم په وضعیت کې بدلون راوستی او د دې تر څنګ چې طالبانو ته‌یې دا واضح پیغام ورکړی چې دوی له پوځي لارې نه‎شي بریالي کېدای، افغان ولسمشر اشرف غني ته‌یې هم دا ډاډ ورکړی چې د سولې او پخلاینې لار مخ ته ونیسي.

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د دغې نوې ستراتېژۍ د اغېزمنتوب لپاره د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې هاغسې چې موږ له اسلام‎اباده انتظار کاوه تر اوسه‌یې د سخت دریځو وسله‎والو په وړاندې جدي اقدام نه‎دی کړی.

مېرمن ولز زیاته کړه:

"موږ دغه‌راز د افغانستان له ټولو ګاونډیانو په تېره بیا له پاکستانه غواړو چې د سولې د ملاتړ لپاره لا زیات اقدامات وکړي. د ځینو مثبتو پرمختګونو سره سره موږ تر اوسه په‎دې برخه کې د طالبانو د هغو عناصرو چې د سولې خبرو ته نه‎دي حاضر، د نیولو یا له دې هېواده د هغوی د ایستلو په ګډون د هغو عملي او پرېکنده اقداماتو چې له پاکستانه مو تمه لرله، شاهد نه‌یو."

په افغانستان کې د اعلان شوي اوربند او د سولې د هڅو له ګړندي کېدو سره د چارو یو شمېر افغان پوهان وایي چې دغه بهیر به هله بریالی شي چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل لوبغاړي په تېره بیا پاکستان په صداقت همکاري وکړي.

خو دغه کارپوهان په‎دې شک کوي چې د پاکستان په ګډون ځیني نور لوبغاړي به تر اوسه دې نتیجې ته رسېدلي وي چې هغه ګټې چې دوی یې په افغانستان کې د جګړې په دوام کې ویني، هغه په‎دې هېواد کې په سولې سره ښې تأمینېدلی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان غواړي د امریکا او نورو فشارونه پر ځان کم کړي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

نوموړي زیاته کړه:

"زه ډاډه یم چې پاکستان غواړي د سولې خبرې اترې پیل شي، هغه هم د دې لپاره چې نړیوال فشارونه پر ځان کم کړي او داسې وښیي چې زه د سولې لپاره هڅه کوم، خو له هغه ځایه چې زه دقیق خبر لرم، دوی طالبانو ته ویلي چې په خبرو کې ګډون وکړئ، خو سوله به نه‎کوئ."

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې له‎خوا د اعلان شوې ستراتېژۍ له مخې له پاکستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې ځنډول شوې دي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

امریکایي چارواکو ویلي چې دغه مرستې تر هغو دې هېواد ته نه‌ورکول کېږي چې اسلام‎اباد د ورانکاره سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس اخیستی نه‎وي.

XS
SM
MD
LG