په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو زیاته برخه بیا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په څرنګوالي او د سولې په تړاو روانو بحثونو ته ځانګړی کړی.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند پر مهال د عام ولس لهخوا ښودل شوي احساسات د اعلان شوي اوربند تر ټولو ستر پیغام وو چې د ورځپاڼې په وینا پهکار ده چې هم ورته نړیوال پام وکړي او هم د جګړی ښکېلې خواوې.
ورځپاڼه لیکي:
ولس په یوه خوله د سولې غږ بدرګه کړ او عملاً یې دا وښودله چې په هېواد کې روانه لعنتي جګړه د دوی د ارمانونو په خلاف ده او له دواړو لوریو یې غوښتنه هم دا ده چې له جګړې لاس په سر شي او سولې ته مخه کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د اوربند په مهال یوه بله هیله چې راوټوکېدله هغه دا چې که په هېواد کې د سولې لهپاره یو معقول ملي خوځښت پیل شي، نو ولس به یې تر بریا بدرګه کړي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې د سولې مخالفینو ته دا خبرداری ورکړی چې د سلمان رشدي په څېر به ورټلی شي او بیا به له ولس سره د مخامخ کېدو جرئت و نهلري.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د هلمندیانو د سولې له کاروانه د عامو خلکو بې ساری ملاتړ دا ښیي چې ولس نور له جګړې ستړی دی او سوله غواړي.
خو ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، پهداسې حال کې چې ولس په یو خوله د سولې غږ پورته کړی، خو حکومت ورسره سیاسي چلند کوي او د سولې د بهیر په اړه عامو خلکو ته معلومات نه ورکوي.
د ورځپاڼې په وینا د رسنیو په بېلابېلو راپورونو کې دې مسئلې ته اشاره وشوه چې له طالبانو سره په پټه مذاکرات روان دي، خو حکومت حاضر نهدی چې د دې مذاکراتو جزئیات له ولس سره شریک کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس یې وخت دی چې حکومت دې د سولې د بهیر له سیاسي کولو ډډه وکړي او له ولس سره دې په مشوره کې د سولې مذاکرات پرمخ یوسي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي، که څه هم طالبانو د اوربند د غځولو لهپاره د افغان حکومت غوښته رد کړې ده، خو حکومت د خلکو د غوښتنې پر بنسټ تمدید شوي اوربند ته ژمن دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د اختر په ورځو کې د اوربند د بریالۍ تجربې وروسته چې په زرګونه طالبان یې ښارونو ته دعوت کړل، ولسمشر غوښتل چې د اوربند په تمدید سره له دغې بریا څخه د سولې د هڅو د ګړندي کولو لهپاره کار واخلي، خو داسې ونهشول.
د ورځپاڼې په وینا طالبانو بېرته جنګ ته مخه کړه او پهدې ډول یې د ولس او نړیوالو غوښتنې تر پښو لاندې کړې.
ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس هم له طالبانو دا غوښتنه کېږي چې اوربند تمدید کړي او دا ځکه چې دا د سولې د هڅو د بریا لهپاره یو ښه چانس بلل کېږي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې د هلمندیانو د سولې د کاروان د یو غړي په حواله لیکلي دي چې کابل ته پر لاره په څو ځایونو کې دوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه تېر شول.
ورځپاڼه لیکي چې د سولې د کاروان غړي وایي چې طالبانو هم ورته ویل چې نور له جګړې ستړي دي او نور نهشي کولای د هغو کسانو تر قوماندې لاندې عمل وکړي چې دوی یې نه پېژني.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې کاروان په لومړي سر کې له اوو کسانو څخه ترکیب شوی وو، خو کابل ته پر لاره نور کسان هم ورسره یو ځای کېدل او اوس یې شمېر اووه اویا کسانو ته رسېږي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې بیا پر خلکو غږ کړی دی چې د هلمندیانو د سولې له کاروان سره یو ځای شي او د دې ملي خوځښت له لارې دې په هېواد کې اعلان شوې لنډ مهال اوربند په تلپاتې اوربند بدل کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي، که څه هم ځیني ډلې شته چې د پردیو په لمسون د جګړې د دوام زمینه برابروي، خو د ورځپاڼې په وینا اوس نو هغه وخت تېر شوی دی او سولې ته د خلکو او حکومت اراده له بل هر وخت نه زیاته غښتلی ده.