د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د اوربند په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او طالبانو د اوربند په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د کوچني اختر تېرې درې ورځې له څو لسیزو وروسته د افغان پر ځمکه د عظمت هغه ورځې وې چې چا يې تصور هم نه‎شو کولای.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په‎دې اوربند سره افغانانو نړۍ ته ثابته کړه چې له پامیره تر هراته یو افغان دی، یو يې ارمان دی، یو هېواد، یو يې تاریخ او پر دوی تپل شوې جګړه پردۍ او د پردیو توطئه ده.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي چې دغه درېیو ورځو عملاً وښوده چې د جګړې ښکېلو لورو ته د یو بل وژل حرام دی، موږ سره وروڼه یو د ویاړ او ویر ټغر مو یو دی.

د سرمقالې په وروستیو کې لیکل شوي چې دواړه لوري باید دا اوربند وغځوي او د ولس ارمان سولې ته غاړه کېږدي.

خو دا په‎داسې حال کې ده چې وسله‎والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اوربند دوام رد کړی او ویلي دي چې د پخوا په څېر به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په سرمقاله کې د اختر په دوهمه او درېیمه ورځ د ننګرهار انتحاري حملو ته هم اشاره شوې او په‌کې راغلي چې د ننګرهار حملو دا وښوده چې افغانان داسې دښمن لري چې د وحشتونو دوام غواړي او هغو ته افغان دښمن دی هغه که د طالب په جامه کې وي، که د حکومت او که عام افغان وي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله لیکلي دي چې له اوربنده د افغانانو ګرم هرکلی متأثره کړی دی.

په مطلب کې وړاندې د ملګرو ملتونو د اعلامیې په حواله له وسله‎والو طالبانو غوښتنه شوې چې دغه ډله باید د سولې د مخامخ خبرو لپاره اساسي ګامونه واخلي او د اوربند موده دې وغځوي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له قوله لیکلي دي چې د افغان حکومت له لوري د اوربند غځول د سولې لپاره یو ښه فرصت دی او باید له لاسه ورنه‎کړل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، که وسله‎وال طالبان د روانې جګړې لپاره په افغانستان کې د بهرنیانو حضور پلمه کوي، نو د سرمقاله لیکونکي په وینا چې ولسمشر غني ویلي دي په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور، رول او راتلونکي برخلیک په ګډون د طالبانو ټولو غوښتنو په اړه خبرو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG