د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

روسیه او عربستان د تېلو او ګازو په برخه کې همکارۍ زیاتوي


روسیه او سعودي عربستان وايي، توافق ته رسېدلي چې د تېلو او ګازو په برخه کې به همکارۍ زیاتوي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمير پوتين، د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان او د دواړو هېوادونو د انرژۍ وزيران په مسکو کې د پنجشنبې په ورځ توافق ته رسېدلي.

دا په داسي حال کې ده چې د دواړو هېوادونو د فټبال ټيمونه د فټبال نړيوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې سره مخامخ شول.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد الفليح او د ده روسي سيال الکساندر نواک په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې د نړۍ دوه د تېلو تر ټولو لوی توليدوونکي به د بازار د منظم ساتلو هڅو ته دوام ورکړي چې د تېلو کافي او د باور وړ عرضه جاري پاته شي.

پوتین او سلمان د دغې موافقې ملاتړ وکړ.

سلمان او پوتین د دې توافق ملاتړ کړئ
سلمان او پوتین د دې توافق ملاتړ کړئ

د ۲۰۱۶مېلادي کال د موافقې له مخې د تېلو تولید ځکه ودرول شو چې په چټکۍ سره د تېلو بيې راټيټې شوې او د تېلو تولیدوونکي هېوادونه له اقتصادي زيان سره مخامخ شول.

د ۲۰۱۶مېلادي کال په لومړيو کې د يوه بيرل تېلو بيه تر دېرشو ډالرو کمه شوه، خو وروسته په ۲۰۱۷مېلادي کال کې د يوه بيرل بيه پنځوس ډالره شوه او روان کال تر اتيا ډالرو ورسېده.

ټاکل شوې ده د تېلو صادروونکو هېوادونو اداره يا اوپيک د جون مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په ويانا کې غونډه جوړه کړي چې له روسیې، قزاقستان او نورو غير اوپيک متحدانو سره د ۲۰۱۶مېلادي کال د موافقې د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG