د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۳۵

د سولې د ولسي حرکت غړي میدان وردګو ته رسیدلي او د اختر په ۳مه کابل رسېږي


د سولې د ولسي حرکت غړي میدان وردګو ولایت ته رسیدلي او ټاکل شوې چې له اختر وروسته به خپل منزل- کابل ته ورسېږي.

دې مدني حرکت چې شعار یې له هلمنده تر کابله دی، په پیل کې اته غړي درلودل خو اوس یې شمېر اتیا تنو ته رسیدلی دی.

د سولې د ولسي حرکت مطبوعاتي مسؤل بسم‎الله وطندوست تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دې غورځنګ ګډونوال تېره شپه د میدان وردګو شیخ اباد سیمې ته ورسېدل چې نن دمه کوي، سبا د اختر په دوهمه به د مرکز میدان ښار او د اختر په درېیمه به د پلازمېنې کابل پر لور وخوځېږي.

ښاغلي وطندوست وویل چې سلګونه کسان پر لاره دوی بدرګه کوي:

"دا مهال د سولې ولسي حرکت د غړو شمېر اتیا کسانو ته رسېږي او سلګونه نور کسان هم ورسره یوځای شوي. د هغو معلومات تراوسه لا څرګند نه‎دي چې تر ځینو ولسوالیو پورې به ورسره ځي او که به ترمرکزه پورې پلي ورسره ځي."

د سولې ولسي حرکت د غبرګولي- ثور په ۲۳ له لښکرګاه څخه د کابل پر لور وخوځېد او په کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو کې ۷۲ نور کسان ورسره یوځای شول.

دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG