د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د غزني چارواکي: مقر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ۸ پوستې سقوط شوي


د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر مقر ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو سخت ډله‌ییز بریدونه پیل کړي او محاصره کړې یې ده.

د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فکري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې وسله‌والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ۸ امنیتي پوستې سقوط کړي.

دی وايي، که یادې ولسوالۍ ته جدي پام ونه‌شي سقوط به وکړي.

په ورته وخت کې د غزني امنیه قوماندان پر ولسوالۍ جګړه مني، خو د سقوط خبره‌یې ردوي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG