د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د نړۍ ګڼو رسنيو طالبانو سره د افغان حکومت پر اوربند مقالې خپرې کړي


نن د روژې مياشتې ۲۷مه ده او سر له نن نه د افغان حکومت له‎خوا له طالبانو سره اعلان شوی اوربند عملي کېږي.

اوربند به د اختر تر پنځمې پورې دوام وکړي.

طالبانو هم د اختر د لومړيو درېيو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.

د نړۍ ګڼو رسنيو همدې موضوع ته کتلي دي.

  • واشنګټن پوسټ

امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان په اړه يوه مقاله خپره کړې چې وايي، په افغانستان کې د طالبانو د اوربند اعلان بې‌ساری دی.

طالبانو خپل لومړی اوربند د شنبې په ورځ اعلان کړ او په‎دې کار سره‎يې د افغان حکومت د مؤقتي اوربند وړانديز ومانه.

دغې ډلې په يوه اعلاميه کې چې له خبريالانو سره شريکه شوه وويل چې له افغان ځواکونو سره د اختر د درېيو ورځو لپاره اوربند اعلانوي، خو پر بهرنیو ځواکونو به حملو ته دوام ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو دغه اعلان ته په اشارې ليکلي چې د اوربند پر دې بې‌ساري اقدام سربېره په افغانستان کې تاوتريخوالی دوام لري.

د جمعې او شنبې په ورځو د طالبانو په حملو کې ګڼ شمېر افغان ځواکونه ووژل شول.

ورځپاڼه د دفاع وزارت له قوله لیکي چې وایي، د افغانستان په ۱۰ ولايتونو کې د نښتو پر مهال طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

  • ګارډين

بریتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې هم پر همدې موضوع مقاله خپره کړې ده.

مقاله ليکي چې طالبانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه اعلان ته په عکس‎العمل کې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ چې د روژې د مياشتې له ۲۷مې څخه‌يې د اختر تر پنځمې ورځې د اوربند اعلان وکړ.

دا يو څو ورځې وروسته له هغه چې په کابل کې تر دوه نيمو زرو زياتو ديني عالمانو فتوا ورکړه چې ځانمرګي بريدونه حرام دي او د اوربند غوښتنه‌يې وکړه.

خو یو ساعت وروسته له‎دې فتوا يوه ځانمرګي بريدګر د غونډې ځای ته نږدې په ځان پورې چاودېدونکي مواد وچاودول او ۷ کسان‌يې ووژل.

  • ابزرور

د بریتانيا چاپ ابزرور ورځپاڼې هم په افغانستان کې د دولت او طالبانو له‎خوا د اوربند موضوع ته کتلي دي.

ورځپاڼه ليکي:

دا په ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې طالب سخت دريځو د اوربند اعلان کړی دی.

ورځپاڼه د طالبانو دا اعلان حيرانوونکی بولي.

په مقاله کې راغلي، په‎داسې حال کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو او په کابل کې د بریتانيا سفير «نيک کې» د افغان حکومت د اوربند د اعلان ملاتړ او هرکلی کړی، په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۵۰ افغان سرتېري او پوليس وژل شوي دي.

مقاله يادونه کوي چې د جمعې په ورځ د هرات ولايت په زاول ولسوالۍ کې ۱۷ سرتېري، د بادغيس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې نهه سرحدي پولیس، د کندز ولايت په قلعه‎زال ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۲۰ افغان پوليس ووژل شول او د دغو ټولو وژنو مسؤليت طالبانو ومانه.

XS
SM
MD
LG