د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغان ولسمشر له خوا له وسله والو طالبانو سره د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د افغان ولسمشر اقدام ته مثبت ځواب ووايي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د دروژې میاشتې له ۲۷نه د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ چې په کور دننه او بهر یې پراخ هرکلی شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزات د جمعې په ورځ په دې اړه په خپرې کړې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف دغه اقدام ستایلی، دا یې د سولې لپاره مهم ګام بللی او له وسله والو طالبانو یې غوښتي و چې دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.
دغه وزارت په دې اړه په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي:
"موږ د دغه اقدام هرکلی کوو او له طالبانو غواړو چې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي، دا په د سولې پر لور یو مهم ګام وي او افغانانو ته به فرصت وکړي چې خپلې رخصتۍ له ویرې ترهې پرته تېرې کړي."
روسیې همدا شان په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د جګړې د ختمېدا او ملي روغې جوړې لپاره د افغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو په لړ کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت تر بیان یو ورځ وروسته په یوې اعلامیه کې د اختر د لومړیو درې ورځو د ښه تېردو په خاطر اوربند اعلان کړی.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې طالبان به په دغه دری ورځو کې پر افغان ځواکونو حملې نه کوي خو وايي پر نړیوالو ځواکونو به د دوی حملې روانې وي.
د وسله والو طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوی په خپلو زندانونو کې څېړنې کوي او هغه زندانیان چې له حکومت سره د نور کار نه کولو په اړه دوی ته تضمین ورکړي خوشې به یې کړي.
د یادونې وړ ده چې امریکا، ناټو او یوناما هم د اختر په ورځو کې د افغان ولسمشر د اوربند پریکړه ستایلې وه او په افغانستان کې دننه هم د دغه پرېکړې پراخ هرکلی شوی دی.
راپور: ذبیح مومند