د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۸

په ګردېز کې ماین چاودنې څلورتنه ټپیان کړي


په ګردېز کې ماین چاودنې څلورتنه ټپیان کړي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د غبرګولي په ۱۹مه آزادي راډیو ته وويل:

"شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د ګردېز ښار د خوست لین په سیمه کې یوې چاودنې د یوسرتېري په ګډون څلور تنه چې دوه پکې د ښونځي ماشومانې او یو بل عام وګړی شامل دي، ټپیان کړل."

تبسم زیاته کړه؛ ټپیان د ګردېز ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

عیني شاهدان وايي؛ چاوېدونکي توکي د سړک په یو ګلدان کې ځای پرځای شوی و او کله چې د پولیسو رینجر موټر له سیمې تېرې دی، چاودنه رامنځ ته شوه.

د دولت وسله والو مخالفینو رسنیو ته څه نه دي ویلي .

XS
SM
MD
LG