د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۹

په کونړ کې د کبانو د روزنې شل فارمونه جوړېږي


د کونړ د کرنې ریاست وايي، په روان لمریز کال کې به د کبانو د روزنې شل فارمونه جوړ کړي.

د کرنې رئیس انعام الله ساپي نن ازادي راډيو ته وویل چې پر دغو فارمونو شل میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

نوموړي وویل، دغه پیسې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا ورکول کېږي.

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغو فارمونو په جوړېدو سره به له بهر نه واردېدونکو کبانو ته اړتیا کمه شي.

د افغانستان د کرنې وزارت په وینا دا مهال د کبانو روزنې ډېر فارمونه په کابل، بلخ، هلمند، روزګان، کندهار فراه، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې جوړ شوي چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG