د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۶

فرهاد: طالبانو د هرات په زاول کې د ملي اردو۱۰سرتېري وژلي


د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه ددغه ولایت په زاول ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په حمله کې ۱۰د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي دی.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو یوې ۱۵۰کسیزې ډلې پر یادې پوستې حمله کړې وه.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه حمله کې ۱۴وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG