د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۷

د کندز په قلعۀ‌زال کې د محلي پولیسو ۲۵منسوبین وژل شوي


د کندز د قلعۀ‌زال ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په یو برید کې د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅونکووکو اړوند د ۲۵ تنو منسوبینو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د قلعۀ‌زال ولسوال امان الدین قریشي نن شنبې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفینو د دغې ولسوالۍ اړوند د کلوخ او باغيچې په سیمې کې د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅونکووکو پر پوستو برید کړی او په پایلې کې د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅونکووکو اړوند ۲۵ تنه منسوبین وژل شوي دي.

ولسوال زیاته کړه چې د پېښې سیمې ته د افغان کمکي ځواکونو په رسېدو سره د وسله والو مخالفینو برېد پر شاتمبول شی او په نتیجه کې یې ۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۹ تنه یې هم ټپیان شوي دي او سیمه اوس مهال د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.

بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاند معرفي کوي وايي چې دوی په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو ۶ امنیتي پوستې نیولي دي او برسېره پردې د سیمه ییزو پولیسو ۲۵ تنو منسوبین یې هم وژلي دي.

XS
SM
MD
LG