د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۳۲

په کاسوو کې دوه کسان د حملو د پلان په شک نيول شوي دي


د کاسوو حکومت دوه کسان په کاسوو، بلجيم او فرانسه کې د ناټو پر پوځيانو او پر عامو ځايونو د حملې د پلان په شک نيولي دي.

د کاسوو د څارنوالۍ دفتر پرون ناوخته دا خبره وکړه.

د څارنوالۍ دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه دوه کسان چې يو يې نارينه او بله ښځه ده، د ناټو په مشرۍ د کاسوو پر ځواکونو او عمدتاً ملکي اهدافو د تروريستي او ځانوژونکو بريدونو پر چمتووالي په ټليفون کې خبرې کړې وې.

د اعلاميې په حواله دغه کسان د چهارشنبې په ورځ توقيف شوي دي.

ويل شوي چې نارينه مشکوک تن د بلجيم تابعيت لري او ٢٦ کلن دى، چې پلازمېنې پريشتينا ته نږدې يې له نيول شوې ښځې سره چې عمر يې ٢٥ کاله ښوول شوى، ژوند کاوه.

د کاسوو د څارنوالۍ دفتر وايي دغه سړي په بلجيم او فرانسه کې پر عامو ځايونو هم ځان وژونکو حملو ته چمتووالى نيوه.

د مشکوک سړي مدافع وکيل اربر ريکسها وويل، زما پر موکل شک دى چې غوښتل يې د ټروريزم د اعمالو لپاره چمتووالى ونيسي، خو زه له څارنوالۍ سره ځکه موافق نه يم چې هغوى زما د موکل د نيولو لپاره موجه اسناد نه دي وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG