د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۵

په سوریه کې د هوايي حملې د قربانیانو شمېر ۵۱تنو ته ورسېد


په سوریه کې د رژیم د مخالفو وسله والو په تر واکمنۍ لاندې سیمه کې په وروستۍ هوايي حمله کې چې شک کېږي چې روسي ځواکونو کړې، د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ ته لوړ شوی دی.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوه خپلواکه ډله چې له لندنه فعالیت کوي، وايي چې دا هوايي حمله د جون میاشتې پر اوومه نېټه، د سوریې په ادلب ښار کې شوې چې نهه تنه ماشومان هم په کې وژل شوي دي.

د دې ادارې مشر، رامي عبدالرحمان ویلي، جنګي الوتکو چې غالباً د روسیې وې، د شپې له خوا، د ادلب په شمالي کې د زردانا په سمیه کې حملې کړې دي.

د روسیې د دفاع وزارت دا خبرې رد کړې او د روسیې د دولتي خبري اژانس، تاس په حواله، ویلي يې دي چې له حقیقت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

دا په سیمه کې، په روان کال کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG