د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

ټرمپ: روسیه باید بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې شامله شي


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پرون جمعه وویل چې روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې شامله شي.

د ولسمشر ټرمپ دا وینا، هغه د امریکا له څو مهمو او نېږدې متحدانو سره په مخالف موقف کې دروي.

روسیه تر هغه وروسته چې په۲۰۱۴ مېلادي کال کې یې د کرېمېا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شوه.

خو دامریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون، مخکې تردې چې په کاناډا کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې ته ولاړشي، د سپینې ماڼۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل چې روسیه باید، بېرته په دې ډله کې شامله شي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ټرمپ وویل:

"ستاسو که خوښېږي یا نه، ښايي له سیاسي اړخه سمه هم نه وي، خو موږ ته نړۍ راپاته ده چې «چارې یې» پرمخ يې بوزو، هغوی باید روسیې ته اجازه ورکړي چې بېرته راشي ځکه موږ اړتیا لرو چې روسیه د مذاکرو پر مېز راسره وي."

د نړۍ د سترو اوو صنعتي هېوادونو «G7» په ګروپ کې امریکا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ايټالیا، جاپان او بریتانیه شامل دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د دې ډلې له یو شمېر غړیو سره په وروستیو کې د تجارتي تعرفې پر سر هم لانجه لري.

له دې امله، د اسې ګڼل شوې وه چې د نړۍ داوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډه به له پېچلو بحثونو ډکه وي.

خو د روسیې د غړیتوب په اړه د جمهور رئيس ټرمپ وروستۍ وینا دا بحثونه لا جنجالي کولائ شي.

کاناډا چې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه ده، په دې ډله کې د روسیې د بیا ګډون په اړه د ولسمشر ټرمپ خبره رد کړه.

د اروپايي اتحادیې مشر، ډونالد توسک چې د کاناډا په غونډه کې ګډون کوي، وویل چې په دې ډله کې د روسیې ګډون لازم نه دی.

د نړۍ د اووسترو صنعتي هېوادونو مشرانو په کاناډا کې خپله غونډه د جون په اتمه پېل کړې او په نهمه به هم خبرې کوي.

په یو شمېر مواردو کې د مسکو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ دريځ او ځیني څرګندونو تر دې مخکې هم، د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو د یوشمېر غړیو او د امریکا د بهرني سیاست جوړونکو او کتونکو سخت غبرګونونه پارولي دي.

XS
SM
MD
LG