د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۵

مټیس: افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي


د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د دې هېواد جمهور رئيس، محمد اشرف غني د کافي اعتماد له مخې له خپله لورې موقت اوربند اعلان کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر، جیمز مټېس پرون جمعه د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل کې د افغانستان پر حالاتو د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل:

"زه باید ووایم چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ښه کېدو دي، د افغانستان د اردو ټولې شپږ فرقې په هغه هېواد کې ځای پرځای دي چې د افغانانو هوډ څرګندوي، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د ناټو په مرسته، د خپلو خلکو لپاره د داسې باثباته سیاسي نظم په لټه کې دی چې ټول په کې شامل وي."

د افغانستان جمهور رئیس، محمد اشرف غني د جون میاشتې پر اوومه په یوه بیان کې وویل، "د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي."

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله ویل شوي چې د داعش، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد به عملیات روان وي.

د امریکا دفاع وزیر پرون وویل چې دا اعلان د ښاغلي غني له لوري پر افغان امنیتي ځواکونو د کافي اعتماد څرګندونه کوي او طالبانو ته یې موقع ورکړې چې جګړه بنده کړي.

د جیمز مټيس په وینا، دا همد ا راز نړیوالو ته څرګندوي چې د محمد اشرف غني حکومت او د امریکا متحدان په افغانستان کې سولې ته متعهد دي او د سولې داسې پروسه غواړي چې افغانان يې مشري کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG