د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۲

قطر او امارات په افغانستان کې د ناټو له ماموریت سره یوځای شول


د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، قطر او متحده عربي امارات په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره یوځای شول او هند د مهمو پراختیايي مرستو ژمنه کړې ده.

دا اول وار دی چې عربي دولتونه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي ماموریت له ائتلاف سره یوځای کېږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، جیمز مټېس پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل:

جیمز مټېس
جیمز مټېس

چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په اړه باید ووایم چې د ناټو کلک تعهد او زموږ د جنوبي اسیا د پالیسي عملي کېدو د ثبات د ټینګښت لپاره هڅې تازه کړې دي،په دې کې د هند له لوري د تازه، مهمو پراختیايي مرستو ژمنه شاملېږي، په وروستیو کې، قطر او متحده عربي اماراتو هم له موږ سره لاس یو کړ چې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره زموږ د ائتلاف د غړیو شمېر یې یوڅلوېښتو ته ورساوه."

د ناټو تړون عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ پرون جمعه د غبرګولې پر۱۸مه اعلان وکړ چې د تړون غړي هېوادونه او شریکان یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت سره خپل تعهد ټینګ ساتي، بلکې خپله ونډه یې زیاته کړې ده.

سټولټنبرګ وویل چې د جمعې په ورځ د شویو بحثونو پر اساس، په ډاډ ویلائ شي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ موافقه به تر ۲۰۲۴ مېلادي کاله تمدید شي.

د هغه په وینا، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د جولای میاشتې په دولسمه نېټه، د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې اعلان شي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې دا له افغانستانه د دوی د ملاتړ د دوام سره نښه ده.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

"سترې ستونزې لا هم شته، وسله وال د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد تشدد جاري ساتي، خو د دې ستونزو سره هم، د افغانستان امنیتي ځواکونه فوق العاده فعالیت کوي، هغوی له دریو کلونو راهیسې د جګړې رهبري کوي، موږ حقیقي پرمختګ ګورو چې د تهاجمي عملیاتو په ترسره کولو، د خپلو ځانګړو ځواکونو، هوايي ځواک او نورو قابلیتونو په لوړولو کې یې کړی او طالبانوته یې اجازه نه ده ورکړې چې خپلو اهدافو ته ورسېږي."

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پرون په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ګډ قوماندان، جنرال جان نېکلسن د امریکا د پخواني ولسمشر، بارک اوباما پر کړنلاره نیوکه وکړه او ویې ویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د نېټې اعلان د سولې لپاره د مذاکرو د بریالیتوب امکان کمزوری کړ.

جنرال جان نېکلسن وویل:

جان نېکلسن
جان نېکلسن

"کله چې تاسو په جنګ کې یاست، تاسو دښمن ته نه وایاست چې تاسو میدان پرېږدئ، که تاسو دا دښمن ته ووایاست، هغوی پوهېږي چې باید ستاسو تر وتلو مقاومت وکړي، نو د پخلاینې یا سولې په پروسه کې ګډون ته اړتیا نه ویني، له پوځي اړخه او د پوځي درک پر اساس، د اوباما د ادارې هغې پرېکړې، د سولې د پروسې د پرمختګ امکان کمزوری کړ."

نېکلسن پرون د امریکا د نوي حکومت د جنوبي اسیا پالیسي بریالۍ وبلله.

دې لوړ رتبه امریکايي جنرال وویل، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنوبي اسیا پالیسي دښمن او ملاتړ کونکو ته يې دا پیغام ورکوي چې د ځواکونو وتلو ته انتظار ګټه نه لري ځکه هغوی به یوازې په مشروط ډول وزي.

XS
SM
MD
LG