د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۸

ننګرهار چارواکي: حصارک ولسوالۍ کې ۱۵ وسله‌وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي، تېره شپه په حصارک ولسوالۍ کې د بهرنیو په ګډون ۱۵ وسله‎وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا وسله‎وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې دا عملیات په سیمه کې هغه مهال وشول چې وسله‎وال د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا پوستو د برید لپاره په سیمه کې راټول شوي وو.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG