د ننګرهار چارواکي وايي، نن جمعه سهار په جلالاباد ښار کې د وسلهوالو په یوه ډلهییز برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې څو تنو بریدګرو غوښتل د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند پر میلمستون ډلهییز برید وکړي چې لومړی بریدګر د پولیسو لهخوا په هماغه پیل کې په ډزو وژل شوی او یو بل بریدګر مقاومت کړی چې ورسره په نښته کې د عامه نظم یو سرتېری وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې بریدګر وروسته په سیمه کې د ولسي خلکو یو کور ته ننوتی چې هلته هم ورسره مقاومت شوی.
خوګیاڼی زیاتوي:
"بریدګر چې کله د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغلی په سیمه کې د ملکي وګړو یو کورته ننوتی دی چې متأسفانه د دې کور دوه غړي چې یوه مېرمن او یو سړی دی، وژل شوي او یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ ټپیان دي."
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې پهدې پېښه کې تراوسه ټول پنځه کسان ټپیان شوي او درې تنه وژل شوي.
د خوګیاڼي په وینا یو بریدګر وژل شوی او یو یا دوه بریدګرپه سیمه کې نادرکه دي چې لټون پسې روان دی.
تراوسه د دې برید مسؤلیت چا پر غاړه نهدی اخېستی.
- پخواني معلومات
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د جمعې ورځې په سهار اووه بجې یوه ډله بریدګر د څلورمې حوزې اړوند د فریدون مومند پر مېلمستون ورننوتي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، یو تن بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی، خو د نورو بربدګرو په تړاو کره معلومات نشته.
خوګياڼی وايي، په دې سیمه کې د عامو خلکو استوګن ځایونه دي او د بریدګرو په ډزو کې یوه مېرمن او یو سړی وژل شوي هم دي.
د معلوماتو له مخې په دغه کور کې اوس د فریدون مومند کورنۍ نه اوسېږي، بلکې د مومندو شورا دفتر په کې فعال دی.