د اسرائیل صدراعظم د عثماني امپراتورۍ لهخوا د ارمنانو ګڼې وژنې ته د رسمیت ورکولو په اړه په پارلمان کې بحث ځنډولی دی.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د هغې لایحې په اړه بحث ځنډولی چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ لهخوا د ارمنانو ګڼې وژنې ته د جینوسایډ یا عمدي ډلهییزې وژنې په توګه رسمیت ورکوي.
د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ لهخوا د شااوخوا یو نیم میلیون ارمنانو تبعیدېدل او وژنه هم د ترکیې او هم د ارمنستان لپاره په ډېره حساسه مسئله بدله شوې ده.
ارمنستان وايي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني لهخوا له شپږ میلیونه د زیاتو یهودانو له ګڼې وژنې یا هلوکاست مخکې ارمنان په معاصر تاریخ کې د ډلهییزې عمدي وژنې یا جینوسایډ لومړني قربانیان دي.
ترکیه له دې نظر سره مخالفت کوي او وايي، د وژل شویو ارمنانو شمېر د شوې ادعا په پرتله ډېر کم دی او دا خلک د عیسویانو پر ضد د عثماني امپراتورۍ لهخوا د پلان له مخې په سیستماتیک ډول نه، بلکې د کورنۍ جګړې په نتیجه کې وژل شوي دي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په یو بیان کې وویل چې نتانیاهو د دې وزارت له سپارښتنې سره سم پهدې اړه بحث د هغو اندېښنو له کبله د ترکیې د انتخاباتو تر پایه وځنډاوه چې ښايي دا د ولسمشر اردوغان له بریا سره مرسته وکړي.
اردوغان هیلهمند دی چې د یوې بلې دورې لپاره په واک کې پاتې شي.
فرانسه، جرمني او له ۲۰ زیات نور هېوادونه د ارمنستان دریځ تأییدوي او دا ګڼه وژنه جینوسایډ بولي.
د اسرائیلو پارلمان هم د مې په ۲۳مه نېټه هغه طرح تأیید کړه چې د ارمنانو ګڼې وژنې ته د رسمیت ورکولو په اړه په پارلمان کې د بحث غوښتنه کوي.
پهداسې حال کې چې د ترکیې پارلماني انتخابات د جون په ۲۴مه نېټه په پام کې دي د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ اړیکې خورا زیاتې سړې شوي.
اردوغان پهدې وروستیو کې اسرائیل ترورېست دولت وباله او د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیل د حکومت اقداماتیې د نازي جرمني اقداماتو ته ورته وبلل او نتانیاهو په ځواب کې وویل، د اردوغان خپل لاسونه د هغو بېشمېره کُردانو په وینو سره دي چې په ترکیه او سوریه کې وژل شوي دي.
له دې څرګندونو وروسته ترکیې د اسرائیلو سفیر وایست او د اسرائیل حکومت په بیتالمقدس کې د ترکیې سیاسي مأموریت ته د وتلو امر وکړ.