د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي وايي، که طالبان د قطر له دفتره د یوه سیاسي ادرس په توګه د سولې د خبرو د پیل لپاره چمتووالی وښيي، افغان حکومتیې ملاتړ کوي.
دوی وايي، که وسلهوال طالبان وغواړي چې د سولې خبرې پیل شي او اراده ورته ولري، کولای شي چې د قطر له دفتره د سولې د مذاکراتو لپاره استفاده وکړي.
د دغې شورا اجرائیه غړي قاضي محمد امین وقاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي په ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، که وسلهوال طالبان د سولې په اړه د افغان ولسمشر وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي، افغان حکومت به د قطر په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د خبرو د پیل لپاره لازم سهولت برابر کړي.
دی وایي:
"زموږ هیله دا ده، که قطر وي که بل هر هېواد چې طالبان پرې ګوته کېږدي، افغان دولت به ورته سهولت برابر کړي، د خبرو دفتر به ورته خلاص کړي، نو که د قطر له دفتره طالبان د یو سیاسي ادرس په توګه د خبرو د پيل لپاره چمتووالی وښیي، افغان دولت او د سولې عالي شورا په دې خبره کې مخالفت نهلري، بلکې د دې خبرې ملاتړ کوي او انتظار کوي."
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره طالبانو ته سیاسي دفتر پرانيستل شو، خو وروسته په یاد دفتر «د افغانستان اسلامي امارت" لوحې او د طالبانو د بیرغ له پورته کولو سره پخواني ولسمشر حامد کرزي مخالفت وښود او دغه دفتر وتړل شو.
خو د اسلاماباد لپاره د دوحې سفیر ساقر بن مبارک المنصوري تازه ډېلي ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، د قطر دفتر د افغان حکومت او وسلهوالو ګروپونو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره یو ښه ادرس کېدلای شي.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په منځني ختیځ کې د قطر ستونزو ته په کتو په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر یو ځل بیا پرانيستل به حساسیتونه راوپاروي.
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادمیې په اړه وایي:
"د قطر دفتر خپل حساسیتونه لري ممکن له بده بتر حالت ته ولاړ شي، افغان حکومت مکلف دی چې د خپلې بهرنۍ پالېسۍ پر بنسټ، اندونیزیا، مالیزیا او د نورو هېوادونو لپاره چې ممکن دفتر پهکې پرانيستل شي، بحث وکړي، د سولې خبرو لپاره خپل چوکاټ جوړ کړي او بالاخره د یو مېکانیزم پر بنسټ مخکې ولاړ شي او دفتر پرانیزي."
څه موده مخکې سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو، قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او له دوحې سرهیې هر ډول سیاسي او بېلابېلې اړیکې وشلولې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د کابل دوهمې پروسې په کنفرانس کې وسلهوالو طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ، خو تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه رسمي نظر نهدی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ له طالبانو سره له د افغان حکومت د پټو مذاکراتو خبره کړې ده.
د افغانستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي، خو وسلهوالو طالبانو ازادي راډیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې طالبانو سره د سولې د پټو خبرو په اړه څرګندونې رد کړي او لیکلي یې دي، دوی نهغواړي له بېصلاحیته جهتونو سره خبرې وکړي.
راپور: رحمتالله افغان