د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د ارزګان نوی امنیه قوماندان: که مې فساد وکړ په دار مي کړئ


د ارزګان ولایت لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ په امر نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي چې نن شنبه يې رسماً خپله د نده پیل کړه ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به امن راولي، قانون به پلې کوي او له فساد سره به مباریزه کوي.

نوموړي دغه زار له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې همکاري ورسره وکړي څو په خپلو
کړو وعدو کې بریالی شي.

په ورته وخت کې بیا د ارزګان خلک د همکارۍ ډاډ ورکوي، خو د امنیت غوښتنه ورڅخه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان ولایت ته دا په تېرو دوو کلنو کې شپږم قوماندان دی راځي او د دغه ولایت له خلکو سره د امنیت راوستلو او قانون پلي کولو ژمنې کوي، خو د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ته په څلور کېلو مترۍ کې او د ولسوالۍ مرکزونو ته په یو کېلومترۍ کې لا هم وسله وال طالبان له افغان پوځیانو سره په جګړه بوخت دي.

د شرایف الله شرافت راپور:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG