د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل که نوي او یا هم قیمت لرونکي موټر واخلي، نو غلهيې په عام محضر کې ترې اخلي.
دوی وايي، په نږدې ورځو کې زیات شمېر موټرونه له خلکو څخه اخیستل شوي دي.
دغه چارې اوس د ترینکوټ ښاریان اندېښمن کړي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې
د غلو مخ دې ونیسي.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین هم د خلکو یادې خبرې مني، خو وايي
چې پولیس له ښار نه بهر له وسلهوالو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال شریفالله شرافت واورئ: