د افغانستان دفاع وزارت د دولت د لسګونه وسلهوالو مخالفینو د وژلو او یو شمېر د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دښمن ته دا تلفات په بېلابېلو ولایتونو کې اوښتي دي.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه:
"دغه اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم، زموږ نهه عملیاتونه د هېواد په نهو ولایتونو کې په بریالیتوب له لاسته راوړنو ډک روان دي او موږ د دغو عملیاتو په ترڅ کې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دښمن تر ۶۰ ډېر کسان لهمنځه وړي او یو شمېر یې هم ټپیان شوي، په ورته وخت کې د هغوی وسلې او ډېر وسایط ویجاړ شوي دي."
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي چې د تخار ولایت د کوکچې سیند پر غاړه ولسوالۍ د دښمن تر ګواښ لاندې دي او هلتهیې تازه دمه ځواکونه استولي دي.
پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» د تخار د والي ویاند سنتالله تیمور ازادي راډیو ته وویل چې دشت قلعه ولسوالۍ تر اووه ساعته جګړې او مقاومت وروسته سقوط وکړ او هڅې روانې دي چې بېرتهیې د دولت له وسلهوالو مخالفینو ونیسو.
جنرال رادمنش د ښاغلي تیمور تر خبرو څو ساعته وروسته وویل چې د ولسوالۍ مرکز اوس د دولتي ځواکونو په لاس کې دی.
بل لورته دفاع وزارت ادعا کوي چې په شمال کې یې د فاریاب له شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو طالبانو او نور د دولت وسلهوال مخالفین په شا کړي دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو د افغانستان د شمالي ولایتونو د امنیت په اړه پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په مرکز کې د امنیتي او دفاعي چارواکو غونډه وشوه.
د دې غونډې د پرېکړو په اړه جزئیات له رسنیو سره نهدي شریک شوي.
تر دې وروسته تېر ماښام جمهور رئیس په مزار شریف کې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان له والیانو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.
د افغانستان د امنیت په ارتباط د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون منشي شکېبا هاشمي ازادي راډیو ته د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» وویل چې امنیتي او دفاعي ادارې وروسته تر دې لاس پهکار کېږي چې یوه سیمه مخالفان ونیسي.
نوموړې وايي:
"له بدهمرغه کله چې یو ولایت د سقوط حالت ته ورسېږي، بیا دوی خپل تدابیر نیسي، لکه چې تاسو په فراه کې ولیدل، موږ بغلان ولید، فاریاب ته ګورو، په غزني کې دغه اوس څومره وضعیت خراب دی. کله چې دښمن پیاوړی کېږي او افغان ځواکونو ته تلفات اوړي، دوی اقدام کوي چې دا د حکومت څو کلنه ستونزه ده."
طالبانو د غویي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د الخندق په نوم عملیات په ټول افغانستان کې پیل کړل.
د دغو عملیاتو تر اعلان وروسته په مرکز کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې چاودنې زیاتې شوې دي او د شمالي ولایتونو تر څنګ په مرکزي ولایتونو کې غزني، ارزګان او په لوېدیځ کې په فراه کې جګړو زور اخیستی دی.