د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د بادغیس امنیه قوماندانۍ پر طالبانو د پوځي تجهیزاتو له پلورلو پرده پورته کړه


د جګړې په لیکو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او وسلو د کمښت په تړاو له انتقادونو وروسته د بادغیس امنیه قوماندانۍ د پولیسو د یو شمېر منسوبینو او قوماندانانو له لوري پر وسله‌والو مخالفینو د وسلو او پوځي تجهیزاتو له پلور نه پرده پورته کړه.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله امیني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» ازادي راډيو ته وویل د دغې قوماندانۍ وروستۍ څېړنې ښيي چې د دغې قوماندانۍ د یو شمېر منسوبینو له لوري پوځي تجهیزات او وسلې پر وسله‌والو مخالفینو پلورل شوې دي.

امیني: یاده مسئله د پولیسو د ستونزو د څېړلو پر مهال څرګنده شوه.
امیني: یاده مسئله د پولیسو د ستونزو د څېړلو پر مهال څرګنده شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه ولایت کې له دندې غفلت ډېر دی، له مرکز څخه د تجهیزاتو او مهماتو نه‌رسېدل او په وخت نه‌اکمالات یو له هغو ستونزو څخه دي چې په څېړنو کې موندل شوي، همدا شان په ګوته شوې ده، کوم اکمالات چې کېږي ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي او حتی مهمات پر وسله‌والو مخالفینو پلورل کېږي. دوی هغه کسان دي چې مهمات‌یې له قوماندانۍ اخیستي او ولسوالیو ته وړي او معمولاً هغه قوماندانان چې په پوستو کې دي تر ډېره په دې قضیه کې لاس لري."

نوموړي زیاته کړه چې دغه څېړنې د نوي امنیه قوماندان له لوري د پولیسو د ستونزو په ځانګړي ډول دوی ته د مهماتو د کمښت او تلفاتو د رسېدو په تړاو ترسره شوي او پر وسله‌والو مخالفینو د وسلو د پلور په تور د امنیه قوماندانۍ تخنیکي مدیر نیول شوی دی.

ښاغلي امیني وویل چې دغه قضیه په بادغیس ولایت کې د سیمه‌ییزو چارواکو او کورنیو چارو وزارت سره شریکه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې وسله‌والو مخالفینو له هغوی غوښتي چې دوی یوازې پیسو ته اړتیا لری ترڅو په غیر قانوني ډول له امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات او وسلې واخلي.

تر دې وړاندې د ملي شورا غړو هم د افغان ځواکونو د تجهیزاتو له کمښت او پر وسله‌والو مخالفینو د پوځي تجهیزاتو او وسلو د پلور په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي هم پر وسله‌والو مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو پلورل یوه جدي اندېښنه بولي او ټينګار کوي چې باید مخه‌یې ونیول شي.

​د دغه کمېسیون منشي شکیبا هاشمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"یو له هغو دلایلو چې په جګړه کې زموږ تلفات ډېروي دا دی چې وسلې پلورل کېږي، هغه کسان چې دا کار کوي استخباراتي بنسټونه کولای شي معلوم او ویې نیسي."

مېرمن هاشمي وايي، په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه د معاش او خوراکي موادو د نه‌رسېدو له امله په دا ډول کارونو لاس پورې کوي چې دغه ستونزه باید حل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په بادغیس کې د پولیسو د تجهیزاتو قضیه په جدي توګه څېړي او که چېرې موضوع مؤثقه وي له عاملینو سره به‌یې قانوني چلند وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG