د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

له لښکرګاه نه ناوې ولسوالۍ ته د برښنا د لېږد کارونه پیل شول


په هلمند ولایت کې که څه هم د کجکي د اوبو بند او د برښنا د فابریکې ځیني کارونه لا هم دوام لري، خو د برښنا شرکت مسؤلینو د هلمند ناوې ولسوالۍ ته د برښنا د غځولو چارې پیل کړې دي.

د کجکي نه تر لښکرګاه پورې د غځېدلي مزي د شبکې کارونه لا هم پای ته نه‌دي رسېدلي او اکثره وخت زړه شبکه د تخنیکي ستونزو له امله شلېږي.

بل‌خوا چارواکي وايي، د نوې شبکې تر وصلېدو پورې به د ناوې د عینک د سیمې د برښنا د وېش کارونه هم بشپړ شي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00

XS
SM
MD
LG