د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د اروپا د فوټبال ليګ: رئال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه


د اروپا د فوټبال د اتلوليو د ليګ يا چمپينزليګ په پايلوبه کې رئال مادرېد د ليورپول ټيم ته ماتې ورکړه.

دغه مسابقه تېره شپه درې د يو ګول په مقابل کې د رئال مادرېد په بريا پاى ته ورسېده.

ګرت بېل «Gareth Bale» په دوهمه نيمايي کې د سيالې لوبډلې ګول ته دوه توپوه وويشتل.

دغه مسابقه چې په نړۍ کې په میليونونو کسانو د ټلوېزيونونو له لارې وکتله، د اوکراين په پلازمېنه کيف کې وشوه.

دا په تېرو ١١ کلونو کې اول وار و چې ليورپول ټيم پايلوبې ته ووت.

XS
SM
MD
LG