د کابل ورځپاڼو د نن ورځې اکثره تبصرې بیا هم له خېبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه غبرګونونو ته ځانګړي شوي دي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې ارګ ماڼۍ د قبایلي سیمو د حقوقي حالت د بدلون په اړه له دوه ورځني خاموشۍ وروسته د پاکستان د پارلمان دا پریکړه یو اړخېزه او له بریتانوي هند سره د افغانستان د ۱۹۲۱ میلادي کال د تړون مخالفه بللې ده.
ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي دي چې د قبایلو په اړه دا پریکړه د ډیورنډ پر فرضي کرښې کوم اغېز نهلري.
ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسي جرګې په خپل غبرګون کې د پاکستان دا پریکړه یو اړخېزه بللې او لیکلي یې دي چې دا پریکړه له افغان حکومت سره له سلا مشورې پرته شوې ده.
ورځپاڼې د پښتو نخواه عوامي ګوند د مشر محمود خان اچکزي غبرګون هم راخېستی او لیکلي یې دي چې د پاکستان پارلمان د قبایلو په اړه په یوه دقیقه کې داسې پریکړه وکړه چې له سلو کلونو پرې جنجال و.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د قبایلي سیمو د برخلیک په موضوع کې افغانستان د یوه مهم لوري په توګه مطرح دی او پاکستان باید پرې نهښودل شي چې د افغانستان له مشورې او موافقې پرته د قبایلو په اړه هره پریکړه چې غواړي ترسره یې کړي.
ورځپاڼه لیکي:
د پاکستان یو اړخېز اقدامات د افغانستان ګټې له خطر سره مخامخ کوي او دا ځکه چې پاکستان هڅه کوي د ډیورنډ کرښې موضوع د ځان په ګټه وڅرخوي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې سپارښتنه کړې چې افغانستان باید پهدې اړه جدي او ښکاره غبرګون وښیي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا له خېبر پښتونخواه سره د فاټا د ادغام په اړه د پاکستاني کړیو پریکړه خپلسری اقدام بللی او هغه یې غندلی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د قبایلي سیمو په اړه د پاکستاني مغرضو کړیو د وروستي اقدام د غندلو په خاطر نن په کابل کې یوه ستره احتجاجي غونډه هم جوړېږي چې پهکې د دې اقدام د غندلو ترڅنګ د پاکستان دوه مخی سیاست او پاروونکي اقداماتو په اړه ویناوې وشي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې پهدې اړه یوه اساسي غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه او نور بې پری نړیواله سازمانونه باید د ډیورنډ کرښې او لهدې منحوسې کرښې اخوا د پرتو پښتنو د برخلیک په اړه رغنده اقدام وکړي او کوز پښتانه دې د پاکستان د پنجابي واکمنانو له منګلو وژغوري.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې د قبایلو سیمو په تړاو د پاکستان د ولسي جرګې پریکړه ظالمانه او غیر منطقي بللې او د هغې خطرناکو پایلو ته یې کتنه کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستان له ډېر مخکې نه هڅه کوله چې پر قبایلي سیمو خپله ولکه ټینګه کړي او دې هدف ته د رسېدو لهپاره یې د ترهګرو ضد عملیات وسیله وګرځوله.
ورځپاڼه لیکي چې له ضرب عضب عملیاتو نیولی تر دې دمه پاکستان د ترهګرو پر خلاف د عملیاتو په نامه خپله ولکه په قبایلي سیمو ټینګه کړه او د ورځپاڼې په وینا پاکستان سره دې هدف ته د رسېدو لهپاره طالبانو هم ښه همکاري وکړه.
ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د قبایلي سیمو او ډیورنډ په کرښه د پاکستان د اقداماتو په وړاندې خپل غږ پورته کړي او موجوده مسایل دې له نېږدې وڅاري.
- هېرټ اف اېشیا
په انګلیسي ژبه خپریدونکې ورځپاڼې هېرټ اف اېشیا بیا د ملي وحدت حکومت په مشرانو انتقاد کړی دی چې په مهمو ملي مسایلو خاموشه پاتې کېږي او د قبایلي سیمو په تړاو یې د پاکستان د پارلمان وروستۍ پریکړه د یو مثال په توګه یاد کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د بریتانوي هند او د افغانستان ترمنځ د شوې موافقې لهمخې قبایلي سیمې د یو بفر زون حیثیت لري او د موافقې یو طرف هم نهشي کولای پهدغو سیمو کې مداخله وکړي او یا هم هغه لاندې کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي، افغانستان اوس مهال د دې جوګه نهدی چې د خپلې خاورې دغه سیمې بېرته د ترلاسه کولو اقدام وکړي، خو د دې مسئلې په اړه خپل دریځ څرګندولی شي.