د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

جرمني کې یوه پوځي اډه د ځینو افغانانو د درملنې په مرکز بدله شوې


  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي دي.

په جرمني کې یوه پوځي اډه چې یو مهال په‎کې امریکايي سرتېري روزل کېدل، اوس د هغو افغانانو د درملنې په مرکز بدله شوې چې له جګړې تښتیدلي دي.

ورځپاڼه وايي، د جرمني په لویدیځ راین اند فالس ایالت کې د رواني ناروغانو د درملنې په مرکز کې د هغو افغانانو درملنه هم کېږي چې د جګړې له امله په ژور خفګان اخته شوي او یا له رواني ستونزو سره مخ دي.

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې د دوه افغانانو نعمت‎الله او قادر جعفري په اړه چې په‎دې معالجوي مرکز کې دي، لیکلي دي:

نعمت‎الله د فاریاب ولایت له هغې سیمې راغلی چې د طالبانو په کنټرول کې ده.

نوموړی د ایران، ترکيې او بیا یونان له لارې جرمني ته رسیدلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي:

د نعمت‎الله پلار کله چې دی له افغانستانه ووت، وفات شو او کله چې دی خپل پلار یادوي نو اوښکې تویوي او وايي، د دې خاطراتو بیانول ورته سخت دي.

قادر جعفري چې ۳۳ کلن دی واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له افغانستانه جرمني ته راغلی دی او دلته د کډوالو په یوه لاګر کې ژوند کوي.

د هغه ډاکټر وايي، جعفر د سکتسوفریني یا دوه قطبي په نامه په یوه ډول رواني ناروغی اخته دی چې له امله‎يې انسان یوه ورځ په یو او بله په بل ډول ذهني او رواني وضعیت کې وي.

جعفري په موبایل کې د خپلو عزیزانو د مړو تصویرونه ښکاره کوي چې په افغانستان کې په جګړو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، په جرمني کې د دې دواړو افغانانو د پناه غوښتنه رد شوې ده او دواړه اوس د خپل برخلیک په اړه د محکمې پریکړې ته منتظر دي.

  • انډیپنډنټ

انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي دي چې د بریتانيې حکومت د هغو ژباړونکو په ساتنه او له هغوی نه په ملاتړ کې پاتې راغلی دی چې له بریتانوي ځواکونو سره يې مرسته کړې ده.

شاوخوا ۷ زره افغان ژباړونکو له بریتانوي ځواکونو سره همکارۍ کړې ده چې اوس د همدې همکارۍ په خاطر د طالبانو له‎خوا د مرګ له خطر سره مخ دي.

انډیپنډنټ د بریتانيې د پارلمان د یوه غړي په حواله وايي، د بریتانيې حکومت د دې ژباړونکو پوروړی دی او باید خپل دین ادا کړي.

جولین لوییس چې د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر دی خبرداری ورکوي چې که له ژباړونکو سره دا چلند دوام وکړي، نو په بهر نړۍ کې د راتلونکو ماموریتونو پرمهال به ورته د محلي ژباړونکو پیدا کیدل ګران وي.

XS
SM
MD
LG