د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د ادغام د پرېکړې په اړه د کابل غبرګون!


د افغانستان حکومت د پاکستان له خېبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام د پرېکړې په اړه په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پارلمان په‎داسې شرایطو کې دا پرېکړه کړې چې قبایل تر پوځي واکمنۍ لاندې دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په‎دې برخه کې هره پرېکړه باید په ارام وضعیت او د ولس د اجماع په رڼا کې وشي.

د ارګ په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې:

"د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د بریتانیې د استعمار له وخت د پاتې غیر انساني قوانینو د حاکمیت له امله ولسونو ته د پېښو ستونزو درک لري، خو داسې پرېکړې چې د قبایلي ولس او د افغانستان د حکومت مشورې ته له پام پرته، د قبایلو د خودمختارۍ د سلبولو لپاره وشي، د ستونزې حل نه‎ګڼي."

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم له خېبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه د پاکستان د پارلمان پرېکړه "یو اړخېزه او نامشروع " بللې ده.

د دې وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي د مې میاشتې په ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان دا پرېکړه په خپل سر کړې او د قبایلو په اړه د هرې پرېکړې په ارتباط یې باید د قبایلي سیمو د خلکو نظر اخېستی وای.

محمد یعقوب احمدزی وايي:

"زموږ موقف دا دی چې باید حق قبایلو او هلته مېشتو قومونو ته ورکړل شي، هغوی د دوی «پاکستان» سیسټم نه غواړي، هغوی نه غواړي چې هلته پوځ راشي، پولیس راشي، هغوی غواړي چې په پخواني سیسټم، لکه څرنګه چې ازاد قبایل دي، خپله ازادي وساتي."

د افغانستان د قبایلو او سرحدي چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خپل رسمي شکایت به د اړوندو ادارو په مرسته، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ته ورسوي.

محمد فیصل
محمد فیصل

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حکومت بیان رد کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پرون شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» پر ټوېټر ولیکل:

"زموږ د پارلمان پرېکړه د پاکستان د خلکو د نیت څرګندونه کوي."

د پاکستان د قومي اسامبلي «ولسي جرګې» د تېرې پنجشنبې په ورځ له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د ادغام مسوده تصویب او سنا ته د تأیید لپاره واستوله.

د دې مصوبې پر اساس، په قبایلي سیمو کې د "فرنټير کرایمز ریګولېشن"یا "اېف. سي. ار" په نوم د جرایمو د مخنیوي هغه قانون چې په ۱۹۰۱ میلادي کال کې بریتانوي هند نافذ کړی و، لغو کېږي.

دا مصوبه نن یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» د خېبر پښتونخوا صوبايي اسامبلې ته د رأی ګېري لپاره وړاندې کېږي چې تر ډېره حده تشریفاتي اړخ لري او بیا به د پاکستان ولسمشر ته د توشیح لپاره ور واستول شي.

په پاکستان کې سیاسي ګوندونه هم په‎دې اړه وېشل شوي دي.

خو د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلۍ د پارلماني چارو مشر او تحریک انصاف ګوند غړي، عزیزالله خان تېره شپه مشال راډیو ته په مرکه کې ډاډ څرګند کړ چې د مرکزي پارلمان پرېکړه به تأئید کړي.

عزیزالله خان وویل:

"له موږ سره اپوزېسیون او د پي ټي ای «پاکستان تحریک انصاف» کوم ملګري، دي هغه ټول یو غږ دي، انشالله دا به کامیابېږي او هېڅ خبره به هم نه په‎کې راوځي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت لپاره د جمهور رئیس سلاکار، محمد حنیف اتمر نن یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په پاکستان کې له چارواکو سره پر ګډو امنیتي ستونزو او سرحدي مسئلو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG