د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

راشد خان پخپله لوبډله د IPL کرکټ پایلوبې ته ورسوله


د هندوستان د کورني کرکټ IPL په دویمې نیمه پاېلوبې کې سن رایزرز حیدراباد لوبډلې د افغان لوبغاړي راشد خان د هراړخیزې All-Round لوبې پر مټ کولکته ناېټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او پاېلوبې ته ووته.

د سن رایزرز حیدراباد او کولکته ناېټ رایډزر لوبډلو ترمنځ دغه دویمه نیمه پایلوبه د جمعې په ورځ ماښام د کولکتې په ایډن ګارډنز لوبغالي کې ترسره شوه.

که څه هم د لوبې پچه کولکتې وګټله، خو لومړی یې سن رایزرز حیدراباد لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو، د راشد خان د تیزې لوبې پر مټ ۱۷۴ منډې جوړې کړې او کولکتې ته یې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه،

د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې ۶ لوبغاړو په ۱۷ اورونو کې یوازې ۱۳۴ منډې کړې وې، خو راشد خان د لوبې په وروستیو ۲ اورونو کې یوازې د ۱۰ توپونو په لوبولو، د ۴ شپږیزو او ۱ څلوریزې پر مټ ۳۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

که څه هم د سن رایزرز حیدراباد له خوا کولکتې ته ورکړل شوی هدف، د یادې لوبډلې توپ وهونکیو ته په کتو چندان ښه هدف نه و او د لوبې په لومړیو ۱۰ اورونو کې داسې ښکارېده چې کولکته ناېټ رایډرز په سن رایزرز ته ماتې ورکړي او پاېلوبې ته به ووځي، خو د راشد خان په زړه پورې توپ اچوونې د کولکتې پیاوړ بېټینګ لاېن ونړاوه.

راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې،د کولکتې ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول او همداشان یې د فېلډینګ په برخه کې یو لوبغاړی رن اوټ کړ او د لوبې په وروستۍ او حساسې شېبه کې یې ۲ کېچونه هم واخیستل چې د لوبې په ګټلو کې یې حیاتي رول ولوباوه.

د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې د ۱۷۵ منډو په ځواب کې کولکته ناېټ رایډزر لوبډلې د ۹ لوبغاړیو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

په دغه نیمه پاېلوبه کې د افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان د هراړخیزې لوبې په اړه د کرکټ د نړۍ مشهورو لوبغاړو پر خپلو ټویټر پاڼو لیکل کړي، د راشد خان لوبه یې ستایلې او هغه یې غوره لوبغاړی بللی دی.

د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي او د هندوستان پخواني کپتان سچن ټنډولګر په دې اړه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:

"ما لومړی فکر کاوه چې راشد خان د نړۍ یو ښه ورو توپ اچوونکی دی، خو اوس له شک پرته دا هم ویلای شم چې هغه د یو ښه ورو توپ اچوونکي ترڅنګ د توپ وهنې مهارت هم لري."

راشد خان د خپلې هراړخیزې لوبې له امله ددغه لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې په هند د تجارتي کرکټ IPL سیالیو د ۱۱ پړاو پاېلوبه به د راروانې یکشنبې ترمنځ د چینايي سوپر کنګز او سن رایزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په ممبۍ کې وشي.

XS
SM
MD
LG