د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ولسمشر غني له ژمنې سره سره بیا هم دهېڅ یو ښوونځي ودانۍ نه ده جوړه شوې


په داسې حال کې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان تعلیمي کال په پیل کې، د شپږو زرو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو خبره کړې وه، تراوسه د یوه ښوونځي لپاره هم ودانۍ نه ده جوړه شوې.

له زده کوونکو سره د ولسمشر محمد اشرف غني له دغې ژمنې څه باندې دوه میاشتې تېرېږي.

د کلیو د پراختیا وزارت چې د دغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو مسؤلیت ورترغاړې دی، وايي چې د دغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو طرحه بشپړه شوې، خو له نړیوال بانکه یې د مالي امکاناتو په تمه دی.

د دغه وزارت ویاند اژند د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پام کې ده چې په روان مالي کال کې د ۳۰۰۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي.

نوموړی وایي:

"موږ په لومړي ګام کې د پوهنې له وزارته د اړتیاو فهرست ترلاسه کړی، د ۶۰۰۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره ټولې طرحې او پلانونه بشپړ شوي او نړیوال بانک ته منتظر یوو چې مالې مرسته ورته برابره کړي."

د ده په خبره، د دغو ۶۰۰۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو بودجه چې شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوې، د نړیوال بانک له خوا تأیید او وروستۍ شوې او په لږوخت کې به ېې افغان حکومت ته ورکړي.

ده داهم وویل چې دغه ښوونځي د ښاري میثاق د پروګرام په چوکاټ کې جوړېږي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل وايي، د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی د زده کوونکو پر روحیې او د تدریس پر بهیر منفي اغېز کوي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

دی وایي:

"د ښوونې او روزنې یو اساسي رکن د خوندی چاپېریال شتون دی چې په خواشینۍ سره، موږ ترې برخمن شوي نه یوو، د پوهنې وزارت ۴۵ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري."

ده وویل، په مرکز او ولایتونو کې اته زره ښوونځي ودانۍ نه لري.

بل خوا د پوهنې یو شمېر پوهان وايي، ناامني، اداري فساد، د ظرفیتونو کموالی او د تدارکاتو پېچلې پروسه، ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو د بهیر پر وړاندې، عمده خنډونه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG