د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د ځینو ولسوالیو د احتمالي سقوط په اړه د یو شمېر وکیلانو اندېښنې!


په ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو کې د خلکو یو شمېر استازي وايي، که هغو ولسوالیو او سیمو ته چې جنګ په کې روان دی تجهیزات ونه رسېږي، لېرې نه ده چې یوه پر بل پسې سقوط شي.

زابل، هلمند، غزني، فاریاب او جوزجان هغه ولایتونه دي چې ناامنیو یې جدي اندېښنې راپارولي دي.

په ولایتي شوراګانو او په ولسي جرګه کې د یادو ولایتونو استازي وايي، د ولایتونو ځينې برخې یې د سقوط په حال کې دي او که دولت ورته جدي پاملرنه ونه کړي د ولایتونو مرکزونه به یې هم لکه د فراه په څېر د طالبانو په لاس سقوط شي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان وايي، همدا اوس د دغه ولایت څو ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

زابل ولایت
زابل ولایت

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ځينې ولسوالۍ همدا اوس تر محاصرې لاندې دي، زموږ ځواکونه بند پاتې دي او د هوايي ځواکونو مرستې ته اړتیا لري، پر حکومت مو څو ځله غږ کړی، خو ځواکونو ته ځمکني او هوايي کمک نه رسېږي دا وضعیت نور موږ ته د منلو وړ نه دی."

له دې سره د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړې حلیمه صدف د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د سختو جګړو خبره کوي وايي، طالبان د جوزجان د څو ولسوالیو د سقوط په هڅه کې دي.

له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د خلکو ځینو استازو د افغانستان په څو ولایتونو کې د هم مهاله جګړو عمده لامل د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو کمښت بللی دی.

دغو استازو دا هم ویلي چې یوازې د ولایتونو مرکزونه د دولت تر ادارې لاندې دي په داسې حال کې ده چې د دغو ولایتونو ډېرې برخې د وسله والو طالبانو لخوا اداره کېږي.

په ولایتونو کې د ناسم امنیتي وضعیت په اړه دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې نېږدې دوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د فراه ښار اړوند پر څو پوستو حملې وکړې او د لنډ مهال لپاره يې د ښار ځینې برخې ونیولې.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هغو ولایتونو کې چې تېزه جګړه روانه ده دښمن يې سخت ځپلی او مخالفین د کومې برخې د سقوطولو توان نه لري.

د یاد وزارت د ویاند د فتر سرپرست محمد رادمنش وویل:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"د دښمن تحرک په کمېدو دی او په هغو ولایتونو کې چې د ګواښ کچه لوړه ده هلته هره ورځ زموږ عملیات ډېرېږي، همدا نن مو ۱۱ ولایتونه سازمندهي کړي دي چې په نتیجه کې يي موږ ښې لاسته راوړنې لرو."

له دې سره د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح ټینګار کوي، که دولت د وضعیت بدلولو ته جدي پاملرنه ونه کړي د خلکو روحیه به لا کمزورې شي.

دی وايي، که وضعیت بدل نه شي د امنیتي ځواکونو تلفات به ډېر او د شپږو هغو ولایتونو مرکزونه چې جګړه په کې روانه ده د طالبانو په لاس سقوط شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG