د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل شوه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رسماً د شنبې په ورځ د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل کړه.

له انتقادونو سره سره دغه کمېسیون د شنبې په ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې رسمي اعلان وکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالدیع صیاد د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې کمېسیون په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دی او هېڅ ډول فشار ته به غاړه کېنږدي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالدیع صیاد

دی وایي:

"د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نن پنځم د جواز رسمي پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې پورې به دوام وکړي، د قانون مطابق هغه چاته چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان نوماندوي، د کمېسیون له خوا په مرکز او ولایتونو کې پوره چمتووالی نیول شوی دی."

د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د اعلان شوي نوملړ پر اساس، له ارزونې وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو وروستی نوملړ د اسد د میاشتې په ۱۲مه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه له درېیو میلیونو زیاتو کسانو د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون کړی او د کمېسیون رئیس تمه ښيي چې د نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې له پیلېدو سره به، دغه بهیر لا ګړندی شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس د حکومت له لورې پر کمېسیون د فشارونو خبره رد کړه او ډاډ یې وښود چې کمېسیون به د انتخاباتو پروسه په شفافیت سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د کمېسیون په چارو کې د جمهور رئیس د مداخلې په اړه ویلي، خو جمهوري ریاست بیا دغه ادعا بې اساسه بللې وه.

اخوا د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو یو شمېر نوماندان چې کمېسیون ته د نوم لیکنې لپاره ورغلي، وايي چې کمېسیون ډېر په عجله او له نیمګړتیاو سره سره د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل کړه.

له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند سید فرهاد هاشمي وایي:

"اساسي ستونزه دا ده، څوک دا ثابتوي چې په زرو تذکرو کې چې زه یې کمېسیون ته سپارم او همدا راز یو بل کاندید یې کمېسیون ته ورکوي، ۳۵ فیصده تذکرې مشابهت لري، دا یوه خلا ده او موږ فکر کوو چې نورو ستونزو ته به لاره هواره کړي."

د ښاغلي هاشمي په خبره، که کمېسیون ژر تر ژره د نوماندانو د ثبتولو په پروسه کې موجوده ستونزې حل نه کړي، ښايي د خلکو په څېر د نوماندانو ونډه هم کمه وي.

خو د کابل د انتخاباتو د ولایتي دفتر مشر اولرحمان رودوال بیا ازادي راډیو ته وویل چې د نوماندانو د ثبتولو پروسه شفافه ده او په دې برخه کې نسبي موجوده ستونزې به هم ژر حل شي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG