د ايران ولسمشر حسن روحاني په ورزشي لوبغالو کې د ښځو پر ګډون د څو لسيزو د ممنوعيت د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.
دا خبر د ايران جمهوري رياست او رسنيو ورکړى دى.
د ايران د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر روحاني ويلي چې پهکار نهده چې په اسلام کې د ښځې او نر ترمنځ کوم توپير وشي، ځکه نو ښځو ته بايد په ورزشي پروګرامونو کې د برخې اخيستو اجازه ورکړل شي.
په ايران کې له اسلامي انقلاب وروسته ٣٩ کاله کېږي چې ښځې نهشي کولاى چې ورزشي سټديومونو ته لاړې شي.
په وروستيو مياشتو کې د دغه ممنوعيت پر ضد اعتراضونه زيات شوي وو.