د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۷

چنای سوپر کنګز لوبډله د «IPL» پای‌لوبې ته ووته


په هندوستان کې د دغه هېواد په روانو تجارتي کرکټ سیالیو «IPL» د لوبو په لومړۍ «Playoff» لوبه کې چې د نیمه پای‌لوبې حیثیت‌یې لاره، د چنای سوپر کنګز لوبډلې بریا ترلاسه کړه او د دغه لیګ پای‌لوبې ته ووت.

د دغه لیګ لومړۍ نیمه پای‌لوبه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ د غبرګولي ۰۱» ماښام د مهندر سنګ دهوني په مشرۍ د چنای سوپر کنګز او کېم وېلېمسن په مشرۍ د سن رایزرس حیدراباد لوبډلو ترمنځ په ممبی کې ترسره شوه چې چینای سوپر کنګز په‌کې سن رایزرس حیدراباد ته ماتې ورکړه.

که څه هم د دغې نیمه پای‌لوبې ټاس چنای سوپر کنګز لوبډلې ګټلی و، خو لومړی یې سن رایزرس حیدراباد ته د بېټېنګ بلنه ورکړه.

په دغه نیمه پای‌لوبه کې د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې لوبغاړو د دغه لیګ د نورو لوبو په پرتله ښه بېټېنګ ونه‌کړ، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو، د بریټویټ د ۴۳ منډو پر مټ یوازې ۱۳۹ مندې وکړې او چنای ته‌یې د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.

چاهار، نېګټي، ټاکول او جدېجا د سن رایزرس لوبډلې ۱-۱ او «براوو ی» ۲ لوبغاړي وسوځول.

که څه هم چنای لوبډلې ته د سن رایزرس حیدراباد له‌خوا ورکړل شوی د ۱۴۰ منډو هدف د چنای لوبډلې لوبغاړو ته په کتو کم و، خو د راشد خان په ګډون د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې بالرانو ښه بالنګ وکړ او لوبه‌یې تر وروستي اووره دلچسپه کړه.

چنای سوپر کنګز لوبډلې د سن رایزرس حیدراباد له‌خوا ورکړل شوی هدف د فاف ډوپلیسي د ۶۷ منډو پر مټ د ۲۰ اوور په لومړي توپ د شپږیزې په وهلو، د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ترلاسه کړ.

د سن رایزرس لوبډلې په بالرانو کې راشد خان تر ټولو ښه بالېنګ وکړ او په خپلو ۴ اوورنو کې یې یوازې د ۱۱ منډو په ورکولو، د مهندرا سنګ دهوني په ګډون ۲ کسان اوټ کړل.

پر راشد سربېره سندیپ، کاوول هم ۲-۲ او بونېشور کمال ۱ لوبغاړی اوټ کړ.

ټاکل شوې ده چې د «IPL» د ۱۱م پړاو دوهمه «Eliminator» لوبه به نن د راجستان رایلز او کلکته نایټ رایټرز لوبډلو ترمنځ وشي چې ګټونکې لوبډله به‌یې د مې په ۲۵مه نېټه په دوهمه نیمه پای‌لوبه کې له سن رایزرس حیدراباد لوبډلې سره ولوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د «IPL» د ۱۱م پړاو پای‌لوبه به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه په ممبی لوبغالي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG