د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

په هېواد کې وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوې


پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په افغانستان کې وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

په افغانستان کې وروستیو سېلاب‌ځپلو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل شوې او تر اوسه سلګونه کورنۍ له دغو مرستو برخه‌منې شوې دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په ځینو سیمو کې سېلابونو خلک سخت زیامن کړي او بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري.

د دغه وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» ازادي راډيو ته وویل چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش لړۍ دوام لري.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

دی وایي:

"تر دې مهاله ۱۵۰۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړي او له دې سره په خوا کې په زیانمنو ولایتونو کې سروې روانې دي. د مرستو د وېش لړۍ هم روانه ده، تر اخره بریده هڅه کوو چې ټول زیانمن کسان د مرستو تر پوښښ لاندې راولو."

ښاغلی سیاس وايي، تر اوسه وروستیو سېلابونو په ټول افغانستان کې ۷۸ کسان وژلي او ۹ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا، لومړني راپورونه ښيي چې ۱۰۹۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۷۶۶ نور زیانمن شوي او سلګونه کورنۍ کډه کولو ته مجبوره شوې دي.

بادغیس، هرات، بغلان، کابل، سمنګان، پروان او یو شمېر مرکزي ولایتونو په دې وروستیو کې د سختو بارانونو شاهدان وو او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په دغو ولایتونو کې ډېری زیانونه د بادغیس اوسېدونکو ته اوښتي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي هم وايي، بارانونو او راوتلو سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې کروندو ته زیان رسولی دی.

اکبر رستمي
اکبر رستمي

​نوموړي وویل:

"وروستیو بارانونو چې سېلابونه هم ورسره مل وو، په یو شمېر ولایتونو کې یې په کرنه او مالدارۍ ناوړه او منفي تأثیر کړی، په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو له امله کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي، په ګرمسیر ولایتونو کې چې د مېوو د رسېدو وخت دی بارانونو پرې منفي تأثیر کړی."

دا چې په څومره اندازه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي ښاغلي رستمي یې په اړه معلومات ورنه‌کړل.

خو ویې‌ویل چې وروستیو بارانونو په ځینو سړو سیمو مثبت تأثیر کړی او د اوبو د کموالی او د څارویو د وښو د کمښت ستونزه‌یې یو څه حل کړې ده.

افغانستان هر کال د پسرلي په موسم کې د زیاتو ورښتونو او د واورې د ویلي کېدو له امله د سېلابونو شاهد وي چې په اغېزمنو سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG