د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۹

دفاع وزارت: په کندهار کې د ماین پاکانو وژنه د طالبانو کار دی


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په کندهار کې د ماین پاکانو وژنه د طالبانو کار دی.

که څه هم لا تر اوسه په کندهار کې د پنځو ماین پاکانو د وژنې او د یوه هغه د برمته کېدو مسؤلیت چا په غاړه نه‎دی اخیستی، خو د افغانستان دفاع وزارت‌یې پړه پر طالبانو اچوي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دوی «طالبان» له هغو ټولو فعالیتونو سره مخالف دي چې هغه زموږ د هېواد او خلکو په ګټه دي، په همدې دلیل‌یې یو شمېر ماین پاکان ووژل او ځیني یې له ځان سره یوړل."

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نامعلومو وسله‌‎والو د دوشنبې په سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې پنځه ماین پاکان ووژل او یو یې له ځان سره یووړ.

د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي ازادي راډیو ته ویلي چې وسله‎والو د دوشنبې په سهار د "AMDC" مؤسسې پر کارکوونکو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د دې مؤسسې ۵ کار کوونکي وژل شوي او یو تن‌یې له ځان سره بیولی دی.

د احمدي په وینا، د "AMDC" په نوم د دغې مؤسسې کار کوونکو په سیمه کې د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې مسؤلیت پر غاړه درلود.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د انتقال هغه ګډه پروژه ده چې شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالره لګښت پرې راځي او افغانستان به هر کال د دې پروژې له لارې کابو ۵۰۰ میلیونه ډالره د ټرانزیت له درکه تر لاسه کوي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د دغې پېښې پړه پر طالبانو وراچوي، خو طالبان وايي، دوی د ملي پروژو د پلي کېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او د کندهار د پېښې په اړه به څېړنې وکړي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د واټس اپ له لارې په استولي پیغام کې ویلي چې تر دې دمه د یادې پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي او ویلي یې دي چې د پېښې کره‎توب به معلوموي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د ملي پروژو د امنیت ساتل د دولت مسؤلیت دی او په نورو یې په پړه اچولو سره د مسؤلینو مسئولیت نه‌شي رفع کېدای.

سیف‌الدین سیحون
سیف‌الدین سیحون

د اقتصادي چارو افغان کارپوه سیف‌الدین سیحون وايي:

"که دا ومنو چې وسله‎والې ډلې او یو شمېر حکومتونه غواړي چې په افغانستان کې د ملي پروژو مخه ونیسي، باید یوه داسې قوه وي چې مخ په وړاندې اقدام وکړي چې هغه بل څوک نه، بلکې افغان دولت دی. که ملي پروژې له هر ډول خنډ سره مخ کېږي، دا د دولت بې‌کفایتي او ناکامي په ګوته کوي."

د ښاغلي سیحون په خبره د کندهار په څېر پېښې د ملي پروژو د تطبیق پر وړاندې نه‌یوازې دا چې خنډ رامنځته کولای شي، بلکې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې موجوده نسبي باور ته هم جدي زیان پېښولی شي.

راپور: حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG