د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د روسیې ولسمشر خپل ونزوئلايي سیال ته د ولسمشرۍ د بریا مبارکي ورکړه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل ونزوئلايي سیال ولسمشر نیکلاس مادورو ته د ولسمشرۍ د یوې بلې دورې د ګټلو په خاطر مبارکي ویلې، خو نورو د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د لاتینې امریکا یو شمېر هېوادونو د هغه بیا ټاکنه شرموونکې بللې ده.

کرملېن پرون دوشنبه وویل چې ولسمشر پوتین مادورو ته د ښې روغتیا او په هېواد کې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په هواري کې د بریالیتوب هیله کړې او د یوه ملي ډیالوګ چې د ونزوئلا د ټولو وګړو ګټې په‎کې نغښتې وي، غوښتنه کړې ده.

روسیې د تېر کال په وروستیو کې هله ونزوئلا ته د مرستې لاس وغځاوه چې دولت‌یې د تېلو د بیې د ټیټېدو او د امریکا له‎خوا د بندیزونو له امله له افلاس یا دېوالي کېدو سره مخ و.

روسیې له‎دې هېواد سره د پور په نویو شرایطو یوه معامله وکړه چې پر اقتصاد یې د امریکا له‎خوا د لګول شویو بندیزونو اغېز کم کړي.

واشنګټن چې مادورو ته د یوه داسې مشر په سترګه ګوري چې د فشار له لارې د هېواد پر چارو واک زیاتوي، د دوشنبې په ورځ پر دې هېواد نوي بندیزونه ولګول.

ولسمشر نیکلاس مادورو
ولسمشر نیکلاس مادورو

۶۸ کلن مادورو د مې د ۲۰مې نېټې د انتخاباتو چې د اپوزېسیون لویو ګوندونو هغه بایکاټ کړي و، په ۱۰۰ کې ۶۸ رأیې وګټلې.

مخالفینو دغه انتخابات له درغلۍ ډک بللي دي.

له ټاکنو مخکې، د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، اروپایي ټولنې او د لاتینې امریکا شااوخوا ۱۰ هېوادونو ویلي و چې دوی به د انتخاباتو نتیجه په رسمیت ونه‌پېژني.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس دغه انتخابات نه ازاد او نه هم عادلانه، بلکې هغه‌یې شرموونکي وبلل.

متحده ایالاتو پرون دوشنبه پر ونزوئلا نور بندیزونه ولګول او ولسمشر ډونالد ټرمپ له مادورو وغوښتل چې په هېواد کې ډموکراسي اعاده، ازاد او عادلانه انتخابات ترسره او له قید او شرط پرته سمدستي ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او هم د دې هېواد پر وګړو چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي، فشارونه پای ته ورسوي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې د ټرمپ ادارې له روسیې او چین سره چې دواړه ونزوئلا ته ستر پور ورکوونکي دي، پر دې مسئلې خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي چې د بندیزونو په وړاندې به اقدام نه‎کوي.

په عین حال کې بیا روسیې داسې نښې ښودلي چې غواړي له مادورو حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه دریځ چې متحده ایالاتو او د هغوی متحدینو د مادورو د بیا غوره کېدو په وړاندې غوره کړی، عواقب به‌یې ډېر خطرناک وي.

هغه دریځ چې د انتخاباتو د پروسې په اړه د نړیوالو څارونکو پر نتیجې نه، بلکې له انتخاباتو مخکې د یو شمېر هېوادونو پر لیدلوري یا نظریاتو څرخي.

مادورو د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې له پوتینه مننه کړې چې د دوی بریالیتوب‌یې په رسمیت پېژندلی او ژمنه‌یې کړې چې له روسیې سره به د څو قطبي نړۍ په جوړولو کې کار ته دوام ورکړي.

روسیه او چین چې د ونزوئلا دوه ستر پور ورکوونکي او نږدې متحدین دي دا هېواد د روسیې شااوخوا اته میلیارده او د چین هم ۲۸ میلیارده ډالره پوروړی دی.

XS
SM
MD
LG