د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

رادمنش: د ډونالد ټرمپ ستراتېژۍ د افغان او امریکايي ځواکونو همغږي زیاته کړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ډونالد ټرمپ د ادارې ستراتېژي بریالۍ ده، دغې ستراتېژۍ د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړې او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا کانګرس ته د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه وړاندې شوی راپور نه‌تأییدوي او نه‌یې هم ردوي، خو وايي چې دغه ستراتېژي د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت مثبت تأثیر کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، د ټرمپ تر ستراتېژۍ وروسته افغان کمانډو ځواکونو تشکیلات زیات شوي او هم‌یې د تجهیزاتو او اکمال کارونه ښه پر مخ روان دي.

ښاغلي رادمنش دا هم وویل چې د دغې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره د افغان امریکايي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شوې او افغان هوايي ځواک پياوړی شوی دی.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي وویل:

"د ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ له مخې، د افغان او امریکايي هوايي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شوې، له نظامي او سیاسي پلوه پر پاکستان فشارونه زیات شوي، دغې ستراتېژۍ د افغان کمانډو او هوايي ځواک په پیاوړتیا کې ښه او مثبت اغېز درلود. همدا شان موږ د ترورېزم په وړاندې ښه پرمختګونه کړي دي."

د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه.

داسې فکر کېده چې د دغې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره به په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت ښه شي او پاکستان به د سولې مېز ته د افغان طالبانو په راکاږلو کې مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیايي ادارې عمومي مفتشینو د دوشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتېژي د دغه هېواد پر وضعيت کم تأثیر کړی او لږ پرمختګونه شوي دي.

په دغه راپور کې چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې چمتو شوی، د وسله‌والو طالبانو یو لړ حملو ته په اشارې سره راغلي چې طالبانو خپلې سیمې ساتلي او د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې خونړۍ ترورېستي حملې کوي.

وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د الخندق په نوم نوي عملیات پیل کړي چې ورسره د پلازمېنې کابل په ګډون، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي وضعیت خراب شوی، خونړۍ حملې کېږي چې تر ډېره‌یې قربانیان ملکي وګړي دي.

بل‌خوا د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان هم وايي، د ډونالد ټرمپ ستراتېژي د افغانستان پر روان وضعیت هېڅ مثبت تأثیر نه‌دی کړی.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

دی وایي:

"کومه ستراتېژي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ له لوري اعلان شوې، نه‌یوازې دا چې دغه ستراتېژي بریالۍ نه‌وه، بلکې ورسره جګړې زیاتې شوې، هره ورځ لسګونه او حتی سلګونه افغانان وژل کېږي، د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی، طالبانو هم سولې ته چمتووالی نه‌دی ښودلی، له بده مرغه پاکستان له وخته استفاده کړې، دغه هېواد د افغانستان له سولې او امنیت سره هېڅ ډول همکاري نه‌ده کړې."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندې مشر د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې خبریالانو ته ویلي وو، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژي ګټوره تمامېږي.

جنرال جوزف ووټل ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتېژۍ د اهدافو ترلاسه کېدل ښايي یو څه نور وخت هم ونیسي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG