د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

چين: امريکا له چين سره تجارتي جنګ دروي


چين او د امريکا متحدو ايالتونو موافقه کړې چې له هر ډول تجارتي شخړې به لاس اخلي.

دواړو لوريو دا هم منلې چې د د يوبل پر مالونو به د تعرفې لګولو له خبرداريو هم ډډه کوي.

د چين سينهوا خبري اژانس نن د چین د مرستیال صدراعظم لیو هي «Liu He» له قوله ویلي چې دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي چې تجارتي جنګ به نه کوي او پر یو بل به د تعرفې زياتول بندوي.

لیو تېره اوونۍ په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره پر موضوع د خبرو لپاره د چینايي پلاوي مشري کوله.

دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي
دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي

سپینې ماڼۍ او پیکینګ پرون شنبه وویل، چین موافقه کړې چې د امریکايي مالونو، زراعتي توليداتو، د انرژۍ د توليداتو او خدماتو پېرودل به د پام وړ زیاتوي.

په دې اړه چې چین به مشخصاً د کومو امریکايي، مالونو، وسایلو یا تولیداتو پېرل زیاتوي، څه نه دي ویل شوي.

د چين مرستيال صدراعظم وويل، چين او امريکا د داسې همکارۍ ژمنه کړې چې دواړه لوري په کې ګټونکي وي.

د ده په باور له دې سره به د چين اقتصادي ودې ته زمينه برابره شي.

په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې د تعرفو د ځنډولو يا کمولو یادونه نه ده شوې.

د هر هېواد د صادرېدونکو مالونو اندازه میليارډونو ډالرو ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي وو چې پر چینايي مالونو به د پيکینګ د غير عادلانه تجارت له کبله شااوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالره تعرفه زیاته کړي.

دې مسئلې په تجارتي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زياتېدو بېره زياته کړې وه.

په کارنل پوهنتون کې اقتصادپوه او د سوداګرۍ متخصص ايسوار پراساد وويل، داسې ښکارې چې د شنبې د ورځې اعلاميه په تجارتي برخه کې د اوسني زياتېدونکي کړکېچ د کمولو يوه هڅه وه.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ٢٠١٦مېلادي کال کې د جمهوري رياست د انتخاباتو د کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه چې د چين او د امريکا د نورو تجارتي شريکانو په وړاندې به سخت دريځ خپلوي

ټرمپ له چين سره د امريکا پر تجارتي کسر انتقاد کړى او ويلي يې دي چې دا کار د امريکا ملي امنيت ته خطر پېښوي، هغه پر چينايي مالونو د میليارډونو ډالرو په اندازه د تعرفې د وضع کولو خبردارى ورکړى و.

XS
SM
MD
LG