د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

سرخط: والي چې کله له هنده بېرته راګرځي نو غزني به طالبانو نیولی وي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د هېواد وضعیت په شدت سره کړکېچن شوی او هره ورځ په بېلابېلو برخو کې اندېښنې زیاتېږي.

ورځپاڼه لیکي:

د حکومت بې‌تدبیره او عجولانه پرېکړو او اقداماتو نه‌یوازې دا چې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته نهده کړې، بلکې وضعیت‌یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، امنیتي وضعیت په شدت سره خراب شوی او هره ورځ مخالفین د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې کوي او یو شمېر ولسوالۍ د دولت او مخالفینو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، سیاسي وضعیت هم اضطراري حالت خپل کړی او د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه خپل وروستي حد ته رسېدلي دي.

ورځپاڼې پوښتنه مطرح کړې چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره باید څه وشي؟ او خپل ځواب‌یې ورته دا دی چې هغه سیاسي جریانونه او شخصیتونه چې په هېواد زړه سوی لري، باید په تفاهم سره د روان وضعیت د ښه کېدو او له سقوطه د نظام د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې تړاو مشخص د غزني د وضعیت په اړه لیکلي.

سرخط لیکي، غزني د سقوط په حالت کې دی، خو والي د عسل میاشت تېرولو لپاره تللی.

په سرمقاله کې راغلي، له غزني نه هره ورځ بد خبرونه خپرېږي او ورځپاڼې ته په رارسېدلو تازه راپورونو کې ویل شوي چې د نوموړي ولایت مرکز له څلورو خواوو په محاصره کې دی او هره شېبه‌یې د سقوط امکان شته، خو د ورځپاڼې په خبره والي دا مهال په هند کې دی.

ورځپاڼې لیکلي، والي چې کله بېرته راګرځي نو غزني به طالبانو نیولی وي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

اصلاح لیکلي، په دې ورځو کې یو شمېر مسایل د دې لامل شوي چې په حکومت کې ځینې شریکې کړۍ، د شعارونو او نظرونو په حد کې یو د بل په وړاندې ودرېږي او یو پر بل د ملي ګټو او ملي وحدت ضد تورونه پورې کړي.

ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو باید له دا شان کړنو ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG