د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۵

په شمالي وزیرستان کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي


افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې امنیتي چارواکي وايي، وسله‌والو په سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو برید کړی او هغوی ته‌یې تلفات اړولي دي.

اسوشیټېډ پرس «AP» خبري اژانس د پاکستان د دوو امنیتي چارواکو په حواله ویلي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغو دوو امنیتي چارواکو چې له نوم ښودو یې ډډه کړې، اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي:

"وسله‌والو هغه وخت د پاکستاني ځواکونو پر موټر برید وکړ چې په سیمه کې یې ګزمه کوله، د دغه برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ پوځیان ووژل شول."

بل‌خوا بیا د پاکستان (دې نیوز) انګرېزي ورځپاڼې هم د پاکستان د امنیتي چارواکو په حواله په شمالي وزیرستان کې پر پوځیانو د وسله‌وال برید پخلی کړی او وايي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۶ پوځیان وژل شوي او ۱ په‌کې ټپي شوی دی.

که څه هم د پاکستان امنیتي چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه رسماً څه نه‌دي ویلي، خو دې نیوز ورځپاڼه بیا د ځینو چارواکو په حواله وايي چې وسله‌والو دا برید له افغان خاورې کړی او ټینګار کوي چې بریدګر تر برید وروسته بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي.

که څه هم پوځي مقامات وايي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان سیمې یې له ترهګرو پاکې کړې دي، خو په دې وروستیو کې په دغو سیمو کې یو ځل بیا د هدفي وژنو، د ښوونځیو د ورانولو او پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG