په ملي شورا کې د کابل د خلکو یو شمېر استازي د کابل د امنیت او عامه هوساینې لپاره د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر یو مهم ګام ګڼي.
د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رئیس نثاراحمد حارث ازادي راډیو ته وویل د دغې لړۍ پر وړاندې د نظر اختلافات شته خو خلک باید راتلونکو ګټو او سهولتونو ته په کتو له دغې بهیره ملاتړ وکړي.
د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ په کابل کې د بریښنايي تذکرو د وېش پر اهمیت او شته ستونزو د ښآغلي حارث سره مرکه کړې او په سر کې یي پوښتلای چې دا بهیر څنګه کامیابېدلای شي؟