د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۲

رستمي: یونان له افغانستان سره د زیتونو د نیالګيو مرسته کوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، یونان ژمنه کړې چې له دغه وزارت سره به د زیتونو د ۱۰۰۰ نیالګيو مرسته وکړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه نیالګي به اقلیمي وضعیت ته په کتو سره، په یو شمېر ولایتونو کې کېنول شي او ورسره به د زیتونو تولیدات زیات شي.

نوموړی وايي چې تېرکال یوازې دغه وزارت د زیتونو د تولید له امله، د ننګرهار له کاناله ۴۰ میلیونه عاید ترلاسه کړی و.

تېر کال د افغانستان په کچه د زیتونو تولیدات ټولټال ۸۰۰ ټنه وو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال له ننګرهار، لغمان او خوست ولایت څخه د زیتونو تولیدات ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG