د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

کندز دیني عالمان: طالبان باید د جګړې پر ځای سوله وکړي


په کندز کې یوشمېر دیني عالمان سوله او ثبات د افغانستان د خلکو له اساسي ضرورتونو څخه یادوي او زیاتوي چې د حکومت پر وړاندې د وسله والو مخالفینو جګړه اسلامي او شرعي بڼه نه لري.

د اسلام او د دین لپاره مبارزه هغه استدلال دی چې د حکومت ضد وسله وال یې د خپلې روانې جګړې لپار د توجیه په توګه وړاندې کوي او ورڅخه ګټه اخلي او دوی د حکومت پر وړاندې خپله روانه جګړه د جهاد په عنوان یادوي.

خو په کندز کې یوشمېر دینې عالمان د مسلمانانو ترمنځ جګړه جهاد نه بولي، بلکې د دوو مسلمانانو ترمنځ سوله او پخلاینه کول د خدای په لاره کې ستر جهاد یادوي.

د دغو دیني عالمانو په وینا چې په هره ټولنه کې سوله او ثبات د لوی څښتن تعالی ستر نعمت دی او د سولې په رڼا کې انسانان کولای شې د خپل د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او ځان بساینې ته ورسوي.

د کندز له دیني عالمانو څخه یو تن مولوي خیرمحمد وايي چې که په ریښتاهم وسله وال مخالفین د مسلمانانو د فلاح لپاره مبارزه او فعالیت کوي، نو باید سوله وکړي:

"رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي، هغه عمل چې له روژې، لمونځ، حج، زکات او حتا له جهاد في سبیل الله څخه لوړ مقام لري هغه د دوه مسلمانانو ترمنځ سوله او پخلاینه ده، نو کله چې په یوې ټولنې کې سوله راشي، هلته، پرمختګ، فرهنګ، ابادي او پوهه راځي."

دیني عالمان د سولې پر راوستو او ټینګښت کې د ولسونو هڅې هم اغېزمنې بولي او له خلکو غواړي چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره باید د حکومت ترڅنګ اوږه پر اوږه د سولې په راوستو کې هلې ځلې وکړي او په خپلو سیمو کې د وران کارو ډلو د فعالیتونه مخه ونیسي.

مولانا عبدالمصور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زما پیغام د افغانستان ولس ته دادی، کچېرې دوی په خپلو سیمو کې څوک وینې چې پر تروریستې بریدونو لاس پورې کوي، او یا پُل، سړک او ښوونځي ویجاړوي او بې ګناه خلک وژني، نو باید چې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي، ترڅو په سیمې کې تل پاتې سوله او ثبات رامنځته شي."

له دې سره سم دغه دینې عالمان له وسله والو مخالفینو غواړي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره له جګړي او تشدد څخه دي لاس واخلي او د سولې له بهېر سره دي یوځای شي.

مولوي غلام فاروق یو تن دیني عالم په دې اړه وايي:

"هغه ډلې او کسان چې ناراضي دي باید له جګړې څخه لاس واخلي ځکه جګړه د حل لاره نه ده او باید د خبرو لارې خپلې ستونزې هوارې کړي، څو په هېواد کې سوله او ثبات راشي او ټول خلک په یو ارامه چاپېریال کې پرته له جګړې ژوند وکړي، خو ددغې جګړې ټول زیان زموږ هېواد او زموږ خلکو ته رسېږي، ځکه جګړه د ټولنې وګړي له بېلابېلو ناخوالو، ستونزو او ننګونو سره مخ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان دولت له خوا وسله والو مخالفینو ته د سولې له بهېر سره د یوځای کېدو په هدف نوي او بې سابقه وړاندېزونه شوي دي چې په کې کوم خاص قید شرط نه دی اېښودل شوی اوسربېره پردې که چېرې وسله وال مخالفین سولې ته غاړه کېږدي، نو دولت مکلف دي چې هغوی ته د کار زمینه هم برابره کړي.

خو تراوسه پورې وسله والو مخالفینو په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی وړاندې کړی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG