د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۳

په پکتیا کې ۶ماین ښخوونکي خپل ماین چاودنې وژلي


د پکتیا احمد په آبا ولسوالۍ کې ۴ تنه ماین ښخوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲ مه نېټه؛ په رالېږل شوې خبرپاڼه کی ویلي:

"تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ اړوند د ملنګ ډنډ په سیمه کې څلور تنه ماین ښخوونکي وسله وال طالبان چې غوښتل یې ورسره ماینونه په عام سړک کې ځای پرځای کړي، د خپل ماین د چاودېدو له امله وژل شوي، د دولت وسله والو مخالفینو د پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي".

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د احمد آبا ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه موټربم چاودنه کې ټپي او دده یو تن ساتونکی سره له یو عام وګړي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG